د اختر په درشل کې تاوتریخوالی؛ حکومت سمنګان، پروان او هلمند، طالبان کاپیسا کې د ولسوالیو د نیولو ادعا کوي

د عکس سرچینه، MOD
په افغانستان کې د روانو جنګ جګړو په لړ کې افغان حکومت وايي، شمال کې یې د سمنګان ولایت درې صوف بالا ولسوالۍ نن (دوشنبه) سهار بېرته له طالبانو نیولې ده.
د ځايي امنیتي چارواکو لخوا رسنیو ته لېږل شویو تصویرونو کې ښکاري چې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه او ولسي پاڅونوال په هغه سیمه کې سره راټول دي چې ویل کېږي تازه له طالبانو نیول شوې ده.
حکومت زیاتوي چې تر دې څو ساعته وړاندې یې پروان او هلمند کې هم ۳ ولسوالۍ بېرته نېولې وې.
د کورنیو چارو وزارت لخوا په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې د دره صوف بالا ترڅنګ د پروان شیخ علي او سرخ پارسا والسوالیو د بېرته نیولو خبره هم شوې ده.
له دې سره د شیخ علي ولسوال بیا بي بي سي ته ويلي چې دا ولسوالۍ آن د شنبې پر ورځ له طالبانو بېرته نیول شوې وه.
طالبانو تر دې دمه د دوی له لاسه د دغو دریو ولسوالیو د وتلو په تړاو څه نه دي ویلي، خو ادعا یې کړې چې د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او شاوخوا ټول تأسیسات یې نیولي.
خو د کاپیسا امنیه قومنداني وايي چې سیمه کې لا هم جګړه روانه ده.
له دې سره د افغانستان دفاع وزارت هم نن سهار یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې تېرو څلېروشت ساعتونو کې یې ځوابي هوايي بریدونو او مخامخ نښتو کې ۲۳۳ طالبان وژلي او ۸۸ نور ټپي کړې ډي.
اعلامیه وايي طالبانو ته دغه مرګژوبله په "ننګرهار، غزني، کندهار، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، هلمند، تخار او کندوز ولایتونو کې اوښتې.
طالبانو د دفاع وزارت دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی، خو عموماً د ور اوښتې مرګژوبلې په اړه د افغان چارواکو شمېرې او ادعاوې ردوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل عمر شینواري تېره ورځ (یکشنبه) ویلي وو چې حکومتي ځواکونو په دې وروستیو کې د ۲۴ ولسوالیو مرکزونه بېرته له طالبانو نیولې دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې ادعا په ردولو سره ویلي وو، دوی پخپله د سختې اراضۍ له کبله په موقت ډول له ۴ ولسوالیو په شا شوي او بله یوه ولسوالۍ یې هم له لاسه نه ده وتلې.
نوموړي زیاته کړې وه چې د افغانستان ۱۹۴ ولسوالۍ اوس هم له دوی سره دي.



















