افغانستان: اختر کې ناامنه سیمې تر ډېره ارامې وې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د ډېرو افغانانو تمه دا وه، چې په لوی اختر کې به هم د تېر کوچني اختر په څېر په جګړې کې د ښکېلو خواوو له لوري اوربند وشي، خو وسله والو طالبانو د افغان حکومت اوربند ته کوم ښکاره ځواب ور نه کړ.
خو له دې سره هم د اختر په دریو ورځو کې د افغانستان ډېرې سیمې او ان هغه ولسوالۍ چی تر اختر یوه ورځ مخکې پکې جګړې وشوې تر ډېره حده پکې کراري وه او د ناامنیو پېښو راپورونه نه دي ورکړل شوي.
د بی بی سي همکارانو د افغانستان په شاوخوا لسو ولایتونو کې له ځایي خلکو او چارواکو سره خبرې کړې. دوی وايي د اختر درې ورځې يې په سوله او ارامۍ کې تېرې شوې.
د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو بیا د اوربند په تړاو د افغان حکومت دریځ وستایه.
د افغانستان په شمال کې هم خلکو د اختر درې ورځې په ارامۍ کې تېرې کړې دي. د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ چی مخکې تر دې ترې د جګړې خبرونه راتلل، د اختر په ورځو کې ارامه وه.
د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمدګل وايي، د دوه اړخیز اوربند نه کېدو له امله خلک په وېره کې وو، خو په خبره یې د اختر ورځې په سوله کی تېرې شوې.
بل لور ته د افغانستان دفاع وزارت مسوولین وایي، د دوی ځواکونه په دې مودې کې د تیارسۍ په حال کې وو او په ځينو ولایتونو کې یې عملیات هم روان وو.
د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې بیا افغان ځانګړو ځواکونو د داعش ډلې خلاف عملیات کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند وویل، تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ په کنډي باغ سیمه کې یې د عملیاتو په لړ کې د داعش بریدونو پر طراحانو برید کړی، چې یو کس یې پکې وژلی او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.

د عکس سرچینه، FB/KARIMKHALILI
ولسمشر محمد اشرف غني د عرفې له ورځې نیولې د میلاد نبي تر ورځې د مشروط اوربند اعلان وکړ، خو طالبانو لا د افغان حکومت د دې اعلان په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د راتلونکې سپتمبر میاشتې په لومړیو کې په مسکو کې د افغانستان په اړه یوه ناسته وشي، چې د طالبانو په ګډون به د روسیې، چین، ایران، پاکستان او هند استازي پکې ونډه ولري، خو افغان چارواکو ویلي، په دغه غونډه کې ګډون نه کوي.



















