تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بښنې نړیوال سازمان: افغان حکومت دې فاریاب کې د کمانډو ځواکونو د وژنې پلټنه وکړي
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د بښنې نړیوال سازمان (امنېسټي انټرنېشنل) د هغو افغان کمانډو ځواکونو وژل جنگي جنايت بللى چې يوه امريکايي ټلويزيون يې تېره ورځ ويډيو خپره کړه.
د سي اېن اېن ټلوېزيون دې ويډيو کې ظاهرا" طالب وسلوال کتل کېږي چې پر لسگونو افغان ځانگړو ځواکونو چې دوى ته تسلیمېږي ډزې کوي. "
که څه هم طالبانو د دغې ويډيو ریښتونوالى رد کړى خو سي اېن اېن ويلي، دا ۴۵ ثانیه يي ويډيو د جون پر ۱۶ د طالبانو لاس ته د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ د لوېدو پر مهال ثبت شوې.
د طالبانو لاس ته د دولت اباد ولسوالي له لوېدو وروسته د څه د پاسه شلو افغان ځانگړو ځواکونو د وژل کېدو رپوټونه خپاره شوي وو.
هغه مهال هم په کور دننه د افغان سرتېرو دې وژنې غبرګونونه پارولي وو.
اوس امریکایي خبري شبکې د دې پېښې ویډیو خپره کړې او زیاتوي چې وسله والو طالبانو د ځانګړي ځواک ۲۲ سرتیري داسې حال کې وژلي چې هغوی خپلې وسلې غورځولې او دوی ته تسلیم شوي وو.
د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې د دې پېښې په اړه د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې د سويلې اسيا څانگې غړې سميرا حميدي په حواله ویل شوي، دا ویډیو ښيي چې هغه ادعا چې ګواکې طالبانو خپل دریځ نرم کړی دروغ ده.
هغې ویلي، دا پېښه د طالبانو هغه ادعا هم تر پوښتنې لاندې راولي چې ګواکې دوی به د سولې بهیر کې د بشري حقونو درناوی وکړي.
د بښنې نړيوالې ټولنې د سويلې اسيا څانگې غړې سميرا حميدي ويلي دا انځورونه سخت ځوروونکي دي او افغانستان کې په زياتېدونکې توگه د ناهيله کوونکي حالت څرگندونه کوي.
د بښنې نړیوال سازمان دې غړې په ټېنګه غوښتنه کړې چې افغان چارواکي سملاسي د دې ناوړه عمل په اړه څېړنې او هڅه وکړي چې د دې پېښې عاملان د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
اغلې سمېرا په دې پېښه کې د نړیوالې جنايي محکمې پر ښکیلولو هم ټېنګار کړی او ویلی یې دي، که افغان حکومت ونه کړای شول عاملان یې عدالت ته وسپاري نو باید د جنايي جرمونو نړیواله محکمه لاس په کار شي.
طالبان څه وايي؟
سي این این خبري شبکې لیکلي، طالبان دا ویډیو ناسمه او د حکومت پروپاګند بولي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تازه ټوېټ کې د سي اېن اېن دا راپور له حقیقت لرې بولي.
نوموړی زیاتوي: په ویډیو کې یوه جعلي ټوټه، له یوې بلې ټوټې سره چې د فاریاب په ولایت کې ۲۲ تنه کمانډویان د عملیاتو په مهال په جګړه کې وژل شوي وو، دواړه سره یوځای شوې او راپور ترې جوړ شوی دی.
خو دا شبکه زیاتوي، د دولت اباد له جګړې درې ورځې وروسته طالبانو ویډیو خپره کړې چې ښيي طالبانو د افغان ځواکونو پوځي موټر او وسلې ترلاسه کړي او پکې ویل کیږي دوی د افغان ځانګړي ځواک سرتیري ژوندي نیولي دي.
سي اېن اېن وايي، طالبان ادعا کوي چې دا سرتېري لا هم ور سره بندیان دي، خو د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو دا خبره ردوي او وايي، وژل شوي دي.
دا تلوېزون وايي، سور صلیب تایید کړې چې له دې ځای یې د ۲۲ افغان کمانډویانو مړي ترلاسه کړي دي.