طالبان بدخشان او تخار کې د ولسوالیو د نیولو ادعا، حکومت یې د بېرته نیولو د هڅو خبره کوي

افغان ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

طالبان وايي له تېرې ورځې راهیسې یې د بدخشان پنځه نورې ولسوالۍ هم نیولې دي. د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي بي بي سي ته ومنله چې د بدخشان دغه ولسوالۍ د حکومت له لاسه وتلې دي.

خو هغه وویل: "د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندان دمګړۍ بدخشان کې دی. مرکزي او ځايي چارواکي په ګډه کار کوو چې دا ستونزه حل شي او هغه سیمې چې له کنټرول وتلي، بېرته تر کنټرول لاندې راشي."

ښاغلی احمدزی وايي د هېواد وضعیت جنګي دی او په ځینو سیمو کې پرمختګ او شاتګ شته دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن (شنبه) سهار د ټویټر په جلا جلا پوستونو کې لیکلي چې بدخشان ولایت کې یې د شهر بزرګ، درایم، کشم، وردوج او یفتل پایین ولسوالیو مرکزونه او د امنیه قومندانیو ودانۍ په بشپړه توګه نیولې دي.

هغه دا راز تخار کې هم د کلفګان ولسوالۍ د مرکز او د امنیه قومندانۍ د ودانۍ د نیولو ادعا کړې ده.

طالبانو تېره ورځ ویلي و چې د بدخشان تګاب او او تشکان ولسوالۍ یې نیولې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان ملي دفاع وزارت نن سهار په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په هوايي بریدونو او مخامخ نښتو کې ۲۲۸ وسله وال وژلي او ۱۱۶ نور ټپي کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه ځوابي بریدونه او نښتې په لوګر، پکتیکا، کندهار، هرات، بادغیس، فراه، بلخ، هلمند او کاپیسا ولایتونو کې شوي دي.

له دې سره جوخت د پکتیکا ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه لایت لپاره د طالبانو والي 'محمد عیسی کندهاری' وژل شوی دی.

د پکتیا د ولایت مقام ادعا کړې چې برید کې نور وسله وال هم وژل شوي خو کره شمېر یې لا نه دی مالوم.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر خپل ټویټر لیکلي چې د پکتیکا لپاره د دوی د والي د وژل کېدو "اوازې حقيقت نلري".

د امریکا غبرګون

بله خوا کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن طالبان تورن کړي چې د ګواښ او وېرې خپرولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې له تاوتریخوالي او کرکې ډک تبلیغات کوي.

هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي "تاوتریخوالی او ترهه سوله نه شي راوستی".

طالبانو د ښاغلي ویلسن دې ورستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د نوموړي د تېرې ورځې څرګندونې یې "غیرمسئولانه" بللې دي. تېره ورځ ښاغلي ویلسن پر خپل ټویټر لیکلي و د طالبانو لخوا هغو ولسوالیو کې چې بریدونه پرې کوي، د رسنیو د تړل کېدو رپوټونه ورسېدلي دي.

هغه زیاته کړې وه طالبان دا کار د دې لپاره کوي چې د عامه تاسیساتو د ویجاړولو، لوټ تالان او د ملکي او پوځي افغانانو د وژلو خبرونه پټ وساتي.

خو طالبان وايي دا ادعا چې ګوندې دوی "رسنۍ بندې کړې او یا يې ځایونه وران کړي او لوټ کړي دي، حقیقت نلري".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

اخوا د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا د روان جنګ له غاړو په عاجله توګه د جګړې درولو غوښتنه وکړه.

د دې شورا سرپرست مولوي سردار ځدراڼ نن کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، جګړه د حل لار نه ده، مشروعیت نه لري او له ورانیو او وژنو پرته بل څه ترې لاس ته نه راځي.

له افغانستانه د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو له لړۍ سره هممهاله د جنګ جګړو او تاوتریخوالي لوړې څپې او د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ټکني وضعیت ته په کتو راتلونکې ته اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.