امنیت شورا دوحه کې د طالبانو مرکچیان د ۳ نورو میاشتو لپاره له بندیزونو ازاد اعلان کړل

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د ملګرو امنیت شورا پرېکړه کړې ده چې په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ لپاره یې دوحه کې د افغان طالبانو مرکچیان د ۳ نورو میاشتو لپاره د دې شورا له بندیزونو ازاد اعلان کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، تمه لري چې له دې مودې په ګټې اخیستلو سره به د افغان سولې خبرو کې جدي پرمختګ وشي.‌

یوناما پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي،‌ له بندیزونو د طالب مرکچیانو ازادي یو موقتي ګام دی او موخه یې همدا (د سولې هڅو ملاتړ) دی.

د امنیت شورا دا پرېکړه داسې مهال کوي چې دوحه کې د افغان طالبانو او د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاو ترمنځ خبرې تر اوسه کومه مهمه لاسته راوړنه نه لري.‌

که څه هم دواړه ډلې وخت ناوخت د خپلمنځیو ناستو خبر ورکوي،‌ خو تر اوسه د سولې اصلي‌ خبرې عملاً نه دي‌ پیل شوې.

د بندیزونو په اړه د طالبانو دریځ

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

بل لور ته افغان طالبان وایي، د دوحې تړون له مخې باید د دوی د مشرانو نومونه له 'تورو لېستونو' و ایستل شي پرې لګېدلي بندیزونه باید ختم کړل شي.

طالبان وایي، په هېواد کې د سولې پر وړاندې یو لوی خنډ هم دا دی چې د دوی د یو شمېر مشرانو نومونه لا هم په دې 'تورو لېستونو' او د 'جایزو په لېستونو' کې دي.‌

طالبانو تېره میاشت له ملګرو ملتونو او نورو اړونده ادارو غوښتي وو چې دا لېستونه دې ژر تر ژره ختم کړي.

یادې ډلې هغه مهال خپله اونیزه بیانیه کې د خپلو دې مشرانو نومونه نه وو په ډاګه کړي،‌ او د یادو لېستونو په اړه یې هم ډېر جزئیات نه وو شریک کړي.

خو دې ډلې ټینګار کړی چې و د دا ډول لېستونو په شتون کې ګرانه ده چې د افغانستان قضیه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د باور فضا رامنځته شي.‌

خبرې درېدلې،‌ خو جګړه روانه ده

جنګ

د عکس سرچینه، MOI

ملګرو ملتونو په داسې حال کې د افغان سولې د خبرو چټکولو غوښتنه کړې چې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې جګړې زور اخیستی.

د تازه جګړو په تړاو طالبانو ادعا کړی چې په غزني کې د قره باغ، په روزګان کې یې د چهار چینو، په لوګر کې یې د ازرې او په فاریاب کې یې د بلچراغ او ګرزېوان ولسوالۍ د دوی لاس لوېدلي دي.

بله خوا د افغانستان دفاع وزارت وایي، د پکتیا ولایت سیدکرم ولسوالۍ یې له طالبانو بېرته نیولې او دې ډلې ته یې په جګړه کې درنه مرګژوبله ور اړولې ده.

دفاع وزارت همدا راز وایي چې په بیلا بیلو ولایتونو کې یې د څلورویشتو ساعتونو په موده کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو پایله کې لوی شمېر طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډبورا لاینز تېره اوونۍ امنیت شورا ته وویل، د افغانستان کشاله باید د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د خبرو پر مېز حل شي.‌