د ولسوالیو لاس په لاس کېدل: اطلاعات او کلتور وزارت د تاریخي اثارو خوندیتوب ته اندېښمن دی

د خپرېدو وخت

د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست طاهر زهیر دغه هېواد کې د جګړې زیاتېدو سره د تاریخي اثارو د ممکنه زیانمنېدو او غلاکېدو په هکله اندېښنه ښيي.

دا اندېښنه په داسې مهال ده چې له نږدې یوه نیمې میاشتې راهیسې طالبانو د افغانستان په مختلفو برخو کې له پنځوسو ډېرې ولسوالۍ ونیوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

طاهر زهیر د سې شنبې په ورځ (د جون ۲۳) کابل کې خبري غونډې ته وویل: "دې لاس په لاس کېدو بهیر کې د کلتوري میراثانو او تاریخي عابداتو په هکله اندېښنې شته."

نوموړي د ناامنه سیمو له خلکو چې پکې ولسوالۍ لاس په لاس کېږي، له اطلاعاتو کلتور ریاستونو او نورو اړوند څانګو سره د دې کلتوري او تاریخي میراث خوندیتوب کې همکاري وغوښته.

د هغه په خبره، "مافیايي کړۍ، قاچاقیان او چانس غواړو ته باید موقع په لاس ور نه کړل شي چې دې تاریخي اثارو کې لاس ووهي".

طالبان د ۴ نورو ولسوالیو د نیولو ادعا کوي

طالبان د پکتیا ډنډپټان او جاني خېل، د بدخشان خاش او غزني د اب بند ولسوالۍ د نیولو ادعا کوي.

دې ډلې پرون د وردګو جغتو ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې وه او اوس د وردګ امنیه قومندان مصطفی مایار بي بي سي سره خبرو کې دا خبر تایید کړی دی.

هغه دا هم وايي، چې طالبانو ۲۴ افغان سرتېري هم نیولي دي او برخلیک یې مالوم نه دی.

د پلازمېنې کابل ګاونډ ته وردګ کې له دایمیرداد، نرخ او جلرېز وروسته دا څلورمه ولسوالي ده چې طالبان پرې ولکه کوي.

طالبان غزني کې د اب بند ولسوالۍ نیولو ادعا هم کوي او ځینې سرچینو هم بي بي سي ته منلې چې دا ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

دې ډلې پرون د اندړ ولسوالۍ چاردېوال کې د ملي اردو یو پوځکوټ او د نږدې ۷۰ سرتېرو نیولو خبره هم وکړه.

که څه هم امنیتي چارواکي لا په دې هکله څه نه وايي، خو د غزني د ولایتي شورا مرستیال او دغه شورا کې د اندړو استازی امان الله کامراني وايي، امنیتي ځواکونو له یوې اونۍ مقاومت او د خوراکتوکو او تجهیزاتو نه رسېدو وروسته دا پوځکوټ طالبانو ته پرېښود.

ښاغلی کامرانی وايي، د یوې اونۍ جګړه کې د ۷ پولیسو او ۱۴ پوځیانو په ګډون ۲۱ سرتېري وژل شوي او ځینې ټپيان شوي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو د دریمې لېوا دریم کنډک په نوم دا پوځکوټ په چاردېوال کې و او د بد امنیتي حالت له امله د ولسوالۍ پولیس هم دغه کنډک ته لېږدول شوي وو.

طالبانو پرون پکتیا کې د څمکنیو او نن د ډنډه پټان او جاني خېل د نیولو ادعا کړې ده.

که څه هم چارواکو د دې ولسوالیو د برخلیک په هکله څه نه دي ویلي، خو د ولایتي شورا ځینې غړو پرون ومنله چې څمکني د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

تر دې مخکې طالبانو د پکتیا میرزکه، اریوب ځاځي، لجه منګل او احمدخېل ولسوالۍ هم نیولې دي.

پلخمري ته د کمانډو رسېدل

له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ خپل فیسبوک کې ویډيو خپرولو سره ویلي چې کمانډو ځواکونه د بغلان پلخمري ښار ته ورسېدل.

دا وزارت زیاتوي چې پلخمري ښار څنډو کې یې د شپې د وسلوالو پرضد عملیات پیل کړي دي.

ویډيو کې یو امنیتي چارواکی وایي، څه یې چې په وس پوره وي د پلخمري ښار اوسېدونکو د خوندیتوب لپاره به یې درېغ نه کړي او د وسلوالو طالبانو پلان به شنډ کړي.

بل لور ته له طالبانو سره جګړه کې د افغان پوځ د یوه افسر له وژل کېدو وروسته د دغه افسر مېرمنې ځان وژلی دی. نذیر اندرابي په سمنګان ولایت کې د افغان ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو د اوپراسیون قطعاتو امر و، چې همدې ولایت کې وژل شوی دی.

د وژل شوي افسر یوه خپلوان ضمیر نادري بي بي سي ته وویل، نذیر اندرابي له تېرو اوو میاشتو راهیسې پرلپسې دنده تر سره کوله او نه وتوانېد کورنۍ لیدو ته لاړ شي.

ویل کېږي د نوموړي مېرمن د خپل مېړه وژل کېدو له خبر اورېدو وروسته پر ځان د تفنګچې ډز کړی او وژل شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال بسم الله محمدي پر خپله رسمي ټویټر پاڼه د ښاغلي انداربي تصویر خپور کړی او نوموړی یې خپل 'اتل ' او د 'وطن شهید ' بللی دی.

د ښاغلي محمدي په وینا د اندرابي د هر څاڅکې وینې غچ به اخلي. په افغانستان کې د جګړې له زیاتېدو سره د جګړې قربانیانیانو کورنیو برخلیک ته هم اندېښنې ډېرې شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند مرستیال فواد امان بي بي سي ته وویل، د امنیتي ځواکونو له کورنیو سره اړیکه کې دي او د ملي اردو کسانو د کورنیو ملاتړ لپاره ځانګړې اداره چمتو شوې، چې د پوځیانو له کورنیو سره د رابطې مسوولیت لري او د وزارت له اصولو سره د هغوی اړتیاوې پوره کړي.