دفاع وزارت: له هېواد بهر د افغان پوځیانو روزنې په اړه ناټو سره همغږي شته

د عکس سرچینه، MOD
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، له هېواده بهر د افغان پوځیانو د روزنې په اړه د ناټو له پلان خبر دي او دې برخه کې د دواړو خواو ترمنځ همغږي موجوده ده.
یاد وزارت وروسته له هغه دا غبرګون ښیي چې رویټرز خبري اژانس د یو شمېر جګپوړو لویدیځو چارواکو له قوله وویل، ناټو له قطر غوښتي چې په دغه خلیجي هېواد کې د افغان ځانګړو ځواکونو د روزنې لپاره پوځي اډه ورکړي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي سې شنبه بي بي سي سره خبرو کې وویل، له هېواد بهر د افغان پوځیانو روزنه، که هغه په قطر کې وي او یا هم کوم بل هېواد کې، یو ګټور ګام دی.
نوموړي زیاته کړه، په دې برخه کې له پخوا راهیسې همغږي موجوده ده او ناټو افغان حکومت ته د خپلو ژمنو په اړه ډاډ ورکړی دی.
ښاغلي احمدزي که څه هم د افغان پوځ روزنې لپاره د قطر هېواد غوره کېدو رپوټونه تائید نه کړل، خو زیاته یې کړه چې افغان حکومت به له داسې یو ګام سره کومه ستونزه ونلري.
په قطر کې د افغان پوځیانو د روزنې په اړه رپوټونه په داسې حال کې رامخې ته کېږي چې افغان طالبان له تېرو څو کلونو راهیسې په دغه خلیجي هېواد کې سیاسي دفتر لري او یو شمېر مهم مشران یې هلته مېشت دي.
د رویټرز په رپوټ کې څه ویل شوي؟

د عکس سرچینه، MOD
په کابل کې یوې بهرنۍ امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په قطر کې د افغان ځانګړو ځواکونو د جګپوړو افسرانو روزنې لپاره یې قطري چارواکو سره خبرې پیل کړې دي.
په واشنګټن کې یوې بلې امنیتي سرچینې رویټرز ته ویلي، ناټو له قطري چارواکو پوښتنه کړې چې پر خپله خاوره د ناټو روزنیز مرکز سره خو به کومه ستونزه نه لري.
همدا راز په کابل کې یوې دیپلوماتیکې سرچینې یاد اژانس ته ویلي، د دې پلان له مخې به د افغان پوځ افسران له څلورو تر شپږو اونیو لپاره د سختې پوځي روزنې لپاره قطر ته استول کېږي.
قطري چارواکو او د ناټو رسنیز دفتر تر اوسه د دې پلان په اړه څه نه دي ویلي.
خو د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دوشنې پر ورځ د دې سازمان له سرمشریزې غونډې وروسته یو ځل بیا یادونه وکړه چې له افغانستانه بهر د افغان ځواکونو د روزنې پر پلان کار کوي.
د کابل هوایي ډګر امنیتي برخلیک

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د افغان حکومت یوې سرچینې ویلي په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایې ډګر فعالیت او تجهیز په اړه له نړیوالې ټولنې سره پر یوه مېکانېزم کار کوي.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، هوايې ډګر ډېرې برخې لري او باید دا توپیر موجود وي چې هره برخه یې څنګه ښه اداره کېدای او امنیت یې ټيګیدای شي.
اوس مهال ترکان له افغانانو سره په ګډه د حامد کرزي نړیوال هوايې ډګر ټاوور او امنیت ساتلو په برخه کې کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو غړي هېوادونه په وروستۍ غونډه کې د کابل هوايي ډګر د مالي ملاتړ پر دوام سلا شوي او ترکیې یې د امنیتي مسولیت اخیستلو تابیا کړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو غونډې ته ویلي که نړیواله ټولنه یې ډيپلوماټيک، مالي او لوژستيک ملاتړ وکړي نو ترکیه چمتو ده چې د کابل هوایي ډګر امنیت ساتلو مسوولیت ومني.

د عکس سرچینه، EPA
د ناټو سازمان او ترکیې دغه تصمیم په غبرګون کی د افغانستان امنیت شورا دفتر دا مسولیت د نړیوالې ټولنې هغه مرسته بللي چې د دوی په وینا له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې دوامداره مرسته ښکاره کوي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له بي بي سي سره په خبرو کې په دې تړاو پخپل پخواني دریځ بیا ټينګار کړی.
دې ډلې د روانې اونۍ په پیل کې د ورته راپورونو په غبرګون یوه خبرپاڼه خپره کړي او ویلي یې دي د بهرنیو ځواکونو شتون که هغه په هر نوم او د هر هېواد وي ورته د منلو وړ نه دی.
طالبانو د هوايې ډګرونو او ډيپلوماټيکو ساحو ساتل د افغانانو کار بللی او په وینا یې هیڅوک دې د نظامي او امنیتي حضور ساتلو اراده نه کوي.



















