تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان په فراه او زابل کې د ولسوالیو نیولو خبره کوي؛ دفاع وزارت: طالبانو ته مو درنه مرګژوبله اړولې
د افغانستان د فراه او زابل ولایتونو ولایتي شوراګانې وایي، فراه کې د جوین او زابل کې د ارغنداب ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې دي. مرکزي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د دفاع وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې طالبانو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.
د فراه ولایتي شورا مني چې د دغه ولایت د جوین ولسوالۍ په بشپړه توګه طالبانو نیولې ده.
د دغه ولایت د ولایتي شورا مشر دادالله قانع دغه راز د طالبانو لاس ته د یاد ولایت د پشترود ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ لوېدل هم تاییدوي.
طالبانو هم ویلي چې د فراه پشترود ولسوالۍ یې هم په بشپړه توګه نیولې.
بله خوا د زابل ولایتي شورا د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د سقوط خبره کړې.
د دغې شورا مشر عطا جان رسنیو ته ویلي د ارغنداب ولسوالۍ چې دوه میاشتې وړاندې یې مرکز د ملي اردو کنډک ته وړل شوی وو، تېره شپه یې له کنډکه هم تکتیکي شاتګ کړی او ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې.
طالبانو د غور ولایت د ساغر ولسوالۍ د نیولو ادعا هم کړې خو امنیتي ادارو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ګڼو ولایتونو کې سخته جګړه
د کندز، لوګر، پکتیا، هرات، فراه، سرپل، لغمان، هلمند، بلخ، زابل او کندهار په ګډون د هېواد له ګوټ ګوټه د ناامنیو ریپوټونه ورکړل شوي.
د کندز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وايي چې د علي اباد ولسوالۍ بازار طالبانو نیولی خو د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ د امنیتي ځواکونو په واک کې دي.
طالبانو ویلي چې د علي آباد بازار تر څنګ یې ګڼې امنیتي پوستې هم نیولې دي.
طالبانو د پکتیا ګردېز اړوند په ابرهیم خېلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو د یوه بېس د نیولو ادعا کړې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې د بدخشان ولایت راغستان ولسوالۍ اړوند یې هم درې مهمې سیمې نیولې خو د دغو سیمو نومونه نه دي روښانه کړي.
امنیتي ځواکونه تر اوسه د طالبانو د دغو ادعاګانو په اړه څه نه دي ویلي.
افغان حکومت څه وایي؟
د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په لغمان، پکتیا، میدان وردګو، روزګان، نیمروز، بادغېس، سرپل او هلمند ولایتونو کې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې له ۱۸۰ ډېر طالبان وژلي او شاوخوا ۱۰۰ نور یې ژوبل کړي دي.
د ملي دفاع وزارت په څو نورو پېښو کې ګڼو ولایتونو کې د ۱۱۳ طالب جنګالیو د وژلو او ګڼو نورو د ژوبلولو ادعا کړې ده. خو طالبانو ویلي دا ادعاوې رد کړې دي.
په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا د ګڼو امنیتي پوستو د نیولو ریپوټونه ورکړل شوي، خو امنیتي وایي له دې سیمو یې تاکتیکي شاتګ کړی او د پلان له مخې به بېرته دغه سیمې ونیسي.
تازه د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د سیمه ییزو مخورو په نوم یې ځينې کسان نیولی چې طالبانو ته یې د امنیتي پوستو په نیولو کې منځګړیتوب کاوه.
دغه وزارت دا کار له مخالف لورې سره همکاري بللې او وایي، هغه کسان به نیسي چې له طالبانو سره د سیمو نیولو کې مرسته کوي.