د فرانسې ولسمشر مکرون په څپېړه ووهل شو

د ویډیو تشریح، د فرانسې ولسمشر مکرون په څپېړه ووهل شو
د خپرېدو وخت

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د خپل هېواد سویل ته د یوه رسمي سفر پر مهال پر مخ په څپېړه وهل شوی دی.

په یوه ویډيويي کلیپ کې چې پر خواله رسنیو لاس پر لاس کېږي لیدل کېږي، چې په شنه رنګه کمېس کې یو سړی ښاغلی مکرون په څپېړه وهي.

وروسته امنیتي کسان ولسمشر مکرون له هغه ځایه وباسي. ویل کېږي چې د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

فرانسوي خبریالانو په ټویټر پیغامونو کې لیکلي چې د والینسي ښار په لارو کوڅو کې له پېښې وروسته ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه لیدل شوي دي.

رپوټونو کې ویل شوي بریدګر سړي د ښاغلي مکرون د وهلو پر مهال چیغه کړه‌ 'مړ دې وي مکرون ایزم '.

ښاغلی مکرون په ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې یوه شېبه شاته ستنېږي، خو وروسته د خلکو له ګڼې ګوڼې سره یو ځای کېږي.

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، له یوه ځايي چارواکي او یوه بل کس نه دې لړ کې پوښتنې ګروېږنې شوې، خو تر اوسه د پېښې انګېزې په هکله څه نه دي ویل شوي.

مکرون

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، رپوټونو کې ویل شوي بریدګر سړي د ښاغلي مکرون د وهلو پر مهال چیغه کړه‌ 'مړ دې وي مکرون ایزم'.

ګڼو سیاستوالو په سملاسي توګه دا پېښه غندلې ده. د فرانسې لومړي وزیر جین کاستیکس وزیر له دې پېښې لږ وروسته ملي اسمبلۍ ته وویل، د دیموکراسۍ مانا بحث او د قانون په دایره کې دننه اختلاف دي 'په هېڅ صورت یې مانا تاوتریخوالی، لفظي شخړه یا حد اقل فزیکي برید نه شي کېدای. '

ولسمشر مکرون همدا اوس د فرانسې بېلا بېلو سیمو ته په رسمي سفر وتلی او له دې پېښې وروسته چارواکو ویلي، په هېواد کې دننه به د نوموړي سفرونه دوام وکړي.

ولسمشر مکرون دا سفر داسې مهال پیل کړی، چې له اووه میاشتنیي ځنډ وروسته د دغه هېواد رستورانونه او کافیتریاوې د خلکو پر مخ پرانیستل کېږي.