افغان ولسمشرانو تېره لسیزه کې ۷ زره دولتي مډالونه او نښانونه وېشلي

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د مډالونو او نښانونو په قانون کې شل ډوله دولتي مډالونه او نښانونه شته چې ځينې یي مادي ارزښت هم لري خو ډېر یې یوازي لوړ معنوي ارزښت بلل کېږي.

شمېرې ښيي چې په وروستۍ یوه لسیزه کې افغان ولسمشرانو په بېلابیلو برخو کې شاوخوا اوه زره (۷۰۰۰) مډالونه او نښانونه وېشلي.

رسمي دولتي مډالونه د اشخاصو د قدردانی او درناوی لپاره منظوریږی.

د نړۍ اکثره هیوادونه خپل خپل مډالونه او نښانونه لري، چې بېلابېلو کسانو او بنسټونو ته د دوی د خدمت او کار په بدل کې ورکول کیږي.

د افغانستان د مډالونو او نښانونو قانون کې د شلو ډولو دولتي مډالونو او نښانونو یادونه شوي.

د امیر شیرعلي نوایي، فیض محمد کاتب هزاره، عبدالمجید خان زابلي او ځينو نور مډالونو سیکې او قانوني طرحې هم جوړې شوې چې که یې پارلمان تصویب کړي ورسره به د مډالونو او نښانونو شمېر لوړ شي.

د دې هېواد تر ټولو ارزښتمن مډال د غازي محمد اکبر خان مډال دی چې د یوه ویاړمن سند او ځانګړې علامې سره کورنیو او بهرنیو ملکي یا نظامي کسانو یا ګټورو بنسټونو ته د دوی د ښو چارو په ویاړ ورکول کیږي.

افغان لیکواله صفیه صدیقي یو له هغو کسانو ده چې د وخت ولسمشر حامد کرزی لخوا د میوند معرکې اتلې ملالۍ مډال ورکړل شوی دی.

نوموړي بي بي سي ته وویل په مډال ویاړي او په کور کې یې اېښی دی.

هغه وایې دې مډال ته هغه وخت خوشالېږي چې کله څوک کور ته ورځي د هغې ستاینلیکونه او مډال وګوري نو د ویاړ احساس ورکوي خو د هغې په وینا نوره کومه ګټه، ترفېع یا مالي امتیاز یې له دې درکه نه دی تر لاسه کړی.

مډالونه او نښانه مادي ګټه لري؟

د غازي محمد ایوب خان، غازي میر مسجدی خان، غازي میربچه خان، غازي ملا مشک عالم، د میړانې په خاطر مډال او نور یو پر بل پسې باارزښته نور دولتي مډالونه دي.

په همدې ډول د غازي امان الله خان، علامه سید جمال الدین افغان لوړ دولتي نښانونه دي چې پر نښان سربېره پنځه میلیونه افغانۍ نغدي مکافات هم له ځانه سره لري.

د لمرعالي نښان، د احمد شاه مسعود نښان، د ستوري نښان، د شجاعت نښان او ځينې نور دولتي نښانونه هم شته چې له دریو زرو افغانیو نیولې بیا لکه د سید جمال الدین نښان تر پنځه میلیونو افغانیو مادي مکافات هم لري.

افغان تاریخپوه او څېړونکی استاد حبیب الله رفع چې خپله یې د غازي ملا مشک عالم دولتي او ۲۵ نور علمي مډالونه اخیستي وایې د مډالونو ارزښت او څرنګوالی وخت په وخت بدل شوی:

"اعلیحضرت امان الله خان ګڼ مډالونه او نښانونه لرل په پخوا وختو کې به د لمر له نښان سره ۵۰۰ جرېبه ځمکه ورکول کیده د دویم درجې مډال سره ۲۵۰ جرېبه او د دریمې درجې مډال سره ۲۵ جرېبه ځمکه ورکول کیده. "

د افغانستان د قوانینو له مخې د ادارو او وزارتونو لخوا د یوه چا د ستایلو له تصمیم او وړاندیز وروسته د مډال ورکړې وروستۍ پرېکړه ولسمشر کوي.

چا ډېر مډالونه او نښانونه ورکړي؟

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې معلوماتو پر بنسټ له ۱۳۹۰ تر ۱۴۰۰ کال څه باندې ۷۰۰۰ مډالونه او نښانونه وېشل شوي دي.

په دې لړ کې د ۱۳۹۳ کال تر نیمايي چې لا حامد کرزی ولسمشر و د نږدې څلور کالو په موده کې له زرو کم مډالونه وېشل شوي.

د یوه کال په موده کې تر ټولو ډېر مډالونه او نښانونه ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې واکمنۍ په لومړۍ کال ۱۳۹۴ کې ور کړي چې شمېر یې له ۱۶۰۰ اوړي.

له دې ډلې یې ۱۴۵۷ په نظامي او ۱۳۶ ملکي برخه کې وو.

دا مډالونه چا ته ورکړل شوي؟

بي بي سي ته ورکړل شوې شمېرې ښيي چې ولسمشر غني د شپږو کلونو په موده کې د حامد کرزي تر څلورو کالو څو برابره زیات او له ۶ زرو ډېر مډالونه ویشلي. په دې دوره کې ډېر مډالونه نظامیانو ته ورکړل شوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ مو د مډالونو د وېشلو د څرنګوالي او دا چې ولې یې په شمېر کې یې ډېر والی راغلی وپوښته خو کوم ویاند یې ځواب رانه کړ.

خو تاریخ پوه حبیب الله رفیع بیا د دې چارې دلیل سیاسي مصلحتونه بولي:

"حکومت باید دا نښانونه او مډالونه هغه چاته ورکړي، چې د وطن لپاره یې خدمت کړی وي. دا د ده لپاره هم ویاړ دی او د کورنۍ لپاره یې هم ویاړ دی، خو له بده مرغه دلته امتیازات او د ویاړ دا نښانونه تر ډېره حده مستحقو کسانو ته نه ورکول کیږي. "

دا مډالونه ملکي، نظامي، سیاسي، ورزشي، فرهنګي، علمي او ګڼو نورو برخو کې وېشل شوي او وخت نا وخت بیا ځينې بهرني ولسمشران، میلمانه او د ناټو او امریکا پوځیان هم پرې نازول شوي چې عامو خلکو ورته بېلابېل غبرګونونه هم ښودلي.