تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان کرېکټ بورډ: ولسمشر غني راشد خان ته عالي دولتي مډال ورکوي
د افغانستان کرېکټ بورډ اداره وايي، ولسمشر محمد اشرف غني افغان کرېکټ ستوري راشد خان ته عالي دولتي مډال ور کوي. د دغې ادارې په وینا، ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ته لارښوونه کړې چې راشد خان ته د مډال ورکړې پړاوونه چمتو کړي.
د کرېکټ بورډ د نشراتو مشر حکمت حسن د بي بي سي خبریال خوشحال تایب ته وویل، د دې بورډ مشر فرحان یوسفزي له ولسمشر غوښتنه کړې وه چې راشد خان ته دا مډال ورکړي:
"ولسمشر غني د چارو ادارې ته امر کړی چې راشد خان ته د دغه مډال د ورکړې پروسه بشپړه کړي."
راشد خان تېره اونۍ د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د تېرې یوې لسیزې د شل اوره لوبو غوره لوبغاړی وټاکل شو. بل لور ته راشد خان په یوه ټویټر پیغام کې له ولسمشر غني مننه کړې او په وینا یې هیله من دی چې د خپل هېواد لپاره نورې لاسته راوړنې ولري. راشد خان زیاتوي: کاشکې مې مور، پلار ژوندي وای، چې د خپل هېواد افغانستان لپاره یې زما خدمت لیدلی وای.))
راشد خان په خپل پیغام کې د ۲۰۲۱ کال لپاره د سولې هیله څرګنده کړې.
د کرېکټ نړيوالې شورا (ای سي سي) تېره اونۍ راشد خان د تېرې لسیزې د شل اوریزو لوبو تر ټولو غوره لوبغاړی اعلان کړ. له دې ویاړ یوه ورځ وړاندې یاد ادارې راشد خان د تېرې لسیزې د شل اوریزو لوبو په غوره لوبډله کې هم شامل کړی و.
د ای سي مسوولینو په وينا د تېرو پنځو کلونو په موده کې راشد خان په شل اوريزه نړيوالو لوبو کې د ۶.۱۴ منډو په اوسط سره ۸۹ لوبغاړي سوځولي چې دا په دې لسيزه کې تر ټولو ډېرې وېکټې بلل کېږي.
راشد خان په شل اوريزو لوبو کې لومړی توپ اچوونکی دی چې په څلورو پرلپسې ټوپونو يې څلور وېکټې اخيستې دي. دغه لوبه يې په ۲۰۱۹ کال کې د ايرلنډ پر وړاندې وه.
همدا ډول په شل اوريزه لوبو کې راشد خان لومړی توپ اچوونکی دی چې په چټکۍ سره يې د دوو کلونو او شل ورځو په موده کې ۵۰ وېکټې اخيستې دي.
د لسیزې د غوره لوبغاړي جایزې ته پر راشد خان سربېره له هند وېرات کوهلي او روهېت شرما، له اسټرالیا ارون فېنچ، له ویسټ اینډیز کرېس ګېل، له سریلانکا لاسیت ملېنګا او له سویلې افریقا عمران طاهر نوماند وو.
راشد خان د افغانستان لپاره څلور ټسټ یا پنځه ورځنۍ، ۷۱ یو ورځنۍ او ۴۸ شل اوریزې سیالۍ کړې دي، او د بېلابېلو هېوادونو په لیګونو کې هم لوبېدلی دی.
نوموړي تر دې دمه د افغانستان لپاره په ټسټ لوبو کې ۲۳ وېکټې، په پنځوس اوریزو لوبو کې ۱۳۳ او همدا راز په شل اوریزېو لوبو کې ۸۹ وېکټې اخیستې دي.
راشد خان په ۲۰۱۵ کې شل اوریزې لوبې پيل کړې. چې لوبډلې ته په راتګ سره یې د افغانستان د بریاوې هم ډېرې شوې.