تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې کورونا: 'د خطر زنګ په کړنګېدا دی'، د ۱۶ ولایتونو ښوونځي او پوهنتونونه رخصت شول
- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي کابل
- د خپرېدو وخت
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کورونا وبا دریمه څپه په ډېرېدو ده چې ورسره په د خطر زنګ کړنګېدو ته نژدې شوی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له کورونا وبا سره د مبارزې د پلان او د موجوده وضعیت د کنټرول پربنسټ د روانې جوزا/غبرګولي میاشتې له اتمې نېټې تر دوو اونیو په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردګو، پنجشېر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندوز او نیمروز ولایتونو کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز کورسونه رخصت شول.
په ځینو ولایتونو کې د دوو اونیو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د رخصتېدو تر اعلان څو ساعته وروسته، د شنبې په ورځ د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وحید مجروح وویل، اوس د افغانستان روغتیايي سیستم کې په ۲۴ ګړیو کې د کورونا وېروس تر ۲۸ زره ازموینو وړتیا لري.
ښاغلي مجروح په کابل کې د پوهنې له سرپرستې وزیرې او د لوړو زدکړو له وزیر سره ګډه غونډه کې وویل، هیله یې دا ده چې د راتلونکې جون میاشتې تر نیمايي به په ټولو ولایتونو کې د کورونا د ازموینې اسانتیاوې برابرې شي.
بسترونه - اکسیجن
د عامې روغتیا وزارت سرپرست دې خبري ناسته کې وویل چې د کورونا د ناروغانو د بسترونو برخه کې ستونزه نه لري.
هغه کابل کې د افغان جاپان، قصبې، جناح، سرې میاشتې او احمد شاه بابا مېنه کې د نوي اندونیزیايي روغتون یادونه وکړه چې ټول لسګونه بستره ظرفیت لري او اړتیا ته په کتو سلګونه نور هم رامنځ ته کولی شي.
ننګرهار کې دریمه څپه تر نورو مخکې پیل شوه اوس پکې تېره شوې او پېښې مخ په کمېدو دي، خو په کندهار، لوګر، لغمان، هلمند او څو نورو ولایتونو کې وضعیت مخ په خرابېدو دی.
هغه وايي دغو ولایتونو ته مسلکي ټیمونه تللي او نړیوال بانک ته ویل شوي چې اړتیا پر مهال دغو ولایتونو کې له ۵۰ تر ۱۰۰ فیصده د بسترونو جوړ شي.
د عامې ورغتیا وزارت مادي منابع کنټرول نه لري او نړیوالو مرستندویه افغانستان کې د اکسیجن د برابرولو عمده مسئولیت یونیسف او یو اندازه د اغا خان بنسټ ته سپارلی و.
په ورته وخت کې د پوهنې سرپرستې وزیر رنګینه حمیدي وویل، "هیله ده چې تر دوو اونیو پورې به وضعیت یوڅه ښه شي، خو دوه اونۍ وروسته به هم د روغتیا وزارت پرېکړه زموږ پرېکړه وي".
دې وویل، په ځینو ولایتونو کې چې ښوونځي لاهم پرانیستي دي، باید ماسک او د کورونا د وقایې لارښوونې جدي وګڼي.
۲۴ ساعتونو کې تر ټولو لوړ شمېر
په افغانستان کې د کورونا وبا له پیل راهیسې د جمعې پر ورځ ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس تر ټولو لوړ شمېر مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېره شپه او ورځ کې د کویډ - ۱۹ ناروغۍ نژدې زر پېښې ثبت شوې دي.
څو میاشتې وړاندې په افغانستان کې ډېری خلکو داسې ګڼله چې د کویډ - ۱۹ناروغي مخ په ختمېدو ده او له همدې امله هرڅه عادي حالت ته تللي وو، خو اوس په دې هېواد کې د کورونا وبا درېیمه څپه او د دې وېروس نوې بڼه په چټکۍ سره په خپرېدو ده.
بل لور ته د روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، د سپارښتنو، غوښتنو او خبرداریو اورېدو لپاره یې څوک و نه موند.
هغه خبرداری ورکړی چې، په هېواد کې د کورونا وبا د مثبتو پېښو شمېر په یوه شپه او ورځ کې ۹۷۷ ته رسېدلی.
په داسې حال کې چې د هغه په وینا د کورونا وبا لومړۍ څپه کې په همدومره موده کې تر ټولو لوړ شمېر ۹۱۵ ثبت شوی و.
ښاغلی مجروح وايي، اوس انتخاب د خلکو په لاس کې دی او د کورنۍ او ټولنې د روغتیا کیلي هم د خلکو په لاسونو کې ده.
نوموړی وايي: ''د امکان تر حده په کور کې دننه پاتې شئ. ټولنیز واټن مراعت کړئ. ماسک وکاروئ او لاسونه په پاکو او صابون سره ووینځئ. ''
د روغتیا وزارت په وینا، خلک طبي سپارښتنو ته جدي پام نه کوي او له همدې کبله د کویډ ۱۹ - ناروغۍ د لا خپرېدو ګواښ شته.
د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، کېدای شي تر راتلونکو لسو ورځو د کورونا دریمه څپه لوړې څوکې ته ورسیږي.
دغه وزارت د جمعې په ورځ وویل، په تېره شپه او ورځ کې د کوویډ - ۱۹ له امله ۱۸ کسانو خپل ژوند بایللی چې لس یې په کابل کې، پنځه نور په کندهار کې او پاتې درې په بلخ، کندوز او لوګر کې وو.
دوې ورځې وړاندې د کابل ښاروالۍ اعلان وکړ چې د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیو ي لپاره به راتلونکې اونۍ د ودنو تالارونه وتړي. دې ادارې همدغه د ودونو هوټلونه د کورونا وېروس د خپرېدو اصلي ځایونه بللي.
د روغتیا وزارت ویلي، که وضعیت تر دې بدتریږي، ودونو، فاتحو، نورو عامه ټولیدنو او همداراز ښوونیزو بنسټونو ته پر ورتګ او ګډون به د محدودیتونو لګولو وړاندیز وکړي.
د دې وزارت په وینا، تر اوسه یې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د کورونا بریتانوۍ بڼه پېژندلې او هڅه کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته د کور ونا د هندي بڼې د تشخیص کیټونه یا الات ترلاسه کړي.