تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د کورونا دریمې څپې وېره؛ کابل کې د ودونو تالارونه یوې اوونۍ لپاره تړل کېږي
افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۶۴ کسان په کورونا ویروس اخته شوي دي. د عامې روغتیا وزارت په وینا په دې موده کې د هېواد لسو ولایتونو کې ۱۲ تنه له کوویډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي هم دي.
د کورونا د دغو نویو پېښو ۱۵۴ په کابل، ۱۴۸ کندهار او ۵۷ کندوز کې ثبت شوې دي.
له دې سره کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې د ودونو تالارونه د کورونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره "تر راتلونکې یوې اونۍ د ودونو د محلفونو د ریزرف حق نه لري."
د کابل ښاروالۍ لخوا په دې تړاو خپره شوې اطلاعیه کې راغلي چې د ودونو تالارونه د کورونا وبا د خپرېدو "عمده لامل" ګڼل کېږي او مالکانو ته یې خبر ورکول کېږي چې تر راتلونکې یوې اونۍ محفلونه و نه نیسي.
په دې اطلاعیه کې له عامو خلکو هم غوښتل شوي چې ماسک وکاروي، لاسونه بیا بیا په اوبو او صابون ووینځي او ټولې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي.
د هند او پاکستان وضعیت
هند او پاکستان کې بیا د افغانستان برعکس د کورونا نوې مثبتې پېښې او له دې اړخه مړینې په کمېدو دي.
د هند حکومت اعلان کړی چې تېر ورځ دغه هېوا کې څه باندې ۲۱۱ زره نور کسان په کورونا اخته او ۳۸۴۱ تنه له دغه وېروس مړه شوي دي
دغه هېواد تېره ورځ خپلو تر یو میلیون او ۸۰۰ زره ډېرو کسانو ته د کورونا واکسین هم لګولي دي.
په ورته وخت پاکستان کې روغتیايي سرچینې وايي تېره ورځ دغه هېواد کې ۷۵ کسان له کوویډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.
پاکستان کې تېره ورځ د کورونا ۶۲ زره مشکوکې پېښې معاینه شوي چې تر ۲۷۰۰ ډېرې پکې مثبتې ختلې دي.
دغه هېواد کې هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۲۹۰ زره کسانو ته د کورونا واکسین لګول شوي.
د کورونا وېروس د سرچینې پر سر د امریکا - چین نوې ناندرۍ
واشنګټن کې د چین سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کوویډ-۱۹ د خپرېدو سرچینې ته د سیاسي رنګ ورکول په دې تړاو مخکنۍ څېړنې او د دې وبا د مخنیوي لپاره روانې نړیوالې هڅې او همکاري اغېزمنوي.
دا اعلامیه تر هغې وروسته خپره شوه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن خپلو استخباراتي ادارو ته د کورونا وېروس د منشاء مالومولو لپاره د نویو څېړنو امر وکړ.
ښاغلي بایډن لارښونه کړې چې دغه څېړنې باید په ۹۰ ورځې ترسره شي.
د امریکا ولسمشر ویلي دا تیوري هم باید وڅېړل شي چې ګوندې دغه وېروس چین کې له یوه لابراتوار سرچینه اخیستې ده.
خو واشنګټن د چېن د سفارت اعلامیې له لابراتوار د دغه وېروس د راوتلو تیوري سیاسي لوبه او چین د تورنولو هڅه بللې ده.
د جان هاپکنز پوهنتون لخوا د خپرېدونکو ارقامو له مخې تر دې دمه ټوله نړۍ کې نږدې ۱۷۰ میلیون کسان په کورونا اخته تشخیص او څه باندې ۳ نیم میلیون ترې مړه شوي دي.
د کورونا وېروس امریکا د نړۍ تر ټولو هېوادونو ډېره اغېزمنه کړی ده.
دغه هېواد کې نږدې ۳۴ میلیون کسان په دغه وېروس اخته او تر ۶۰۰ زره ډېر مړه شوي دي.