تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان: ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو تر ټولو لوړ شمېر ثبت شوی
- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي کابل
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د کورونا وبا له پیل راهیسې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس تر ټولو لوړ شمېر مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېره شپه او ورځ کې د کویډ - ۱۹ ناروغۍ نژدې زر پېښې ثبت شوې دي.
څو میاشتې وړاندې په افغانستان کې ډېری خلکو داسې ګڼله چې د کویډ - ۱۹ناروغي مخ په ختمېدو ده او له همدې امله هرڅه عادي حالت ته تللي وو، خو اوس په دې هېواد کې د کورونا وبا درېیمه څپه او د دې وېروس نوې بڼه په چټکۍ سره په خپرېدو ده.
بل لور ته د روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، د سپارښتنو، غوښتنو او خبرداریو اورېدو لپاره یې څوک و نه موند.
هغه خبرداری ورکړی چې، په هېواد کې د کورونا وبا د مثبتو پېښو شمېر په یوه شپه او ورځ کې ۹۷۷ ته رسېدلی.
په داسې حال کې چې د هغه په وینا د کورونا وبا لومړۍ څپه کې په همدومره موده کې تر ټولو لوړ شمېر ۹۱۵ ثبت شوی و.
ښاغلی مجروح وايي، اوس انتخاب د خلکو په لاس کې دی او د کورنۍ او ټولنې د روغتیا کیلي هم د خلکو په لاسونو کې ده.
نوموړی وايي:
''د امکان تر حده په کور کې دننه پاتې شئ. ټولنیز واټن مراعت کړئ. ماسک وکاروئ او لاسونه په پاکو او صابون سره ووینځئ. ''
د روغتیا وزارت په وینا، خلک طبي سپارښتنو ته جدي پام نه کوي او له همدې کبله د کویډ ۱۹ - ناروغۍ د لا خپرېدو ګواښ شته.
د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، کېدای شي تر راتلونکو لسو ورځو د کورونا دریمه څپه لوړې څوکې ته ورسیږي.
د دې وزارت په وینا په تېره شپه او ورځ کې د کویډ - ۱۹ له امله ۱۸ کسانو خپل ژوند بایللی چې لس یې په کابل کې، پنځه نور په کندهار کې او پاتې درې په بلخ، کندوز او لوګر کې وو.
دوې ورځې وړاندې د کابل ښاروالۍ اعلان وکړ چې د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیو ي لپاره به راتلونکې اونۍ د ودنو تالارونه وتړي. دې ادارې همدغه د ودونو هوټلونه د کورونا وېروس د خپرېدو اصلي ځایونه بللي.
د روغتیا وزارت ویلي، که وضعیت تر دې بدتریږي، ودونو، فاتحو، نورو عامه ټولیدنو او همداراز ښوونیزو بنسټونو ته پر ورتګ او ګډون به د محدودیتونو لګولو وړاندیز وکړي.
د دې وزارت په وینا، تر اوسه یې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د کورونا بریتانوۍ بڼه پېژندلې او هڅه کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته د کور ونا د هندي بڼې د تشخیص کیټونه یا الات ترلاسه کړي.