کورونا وېروس: ماسکونه څومره مهم دی؟

د خپرېدو وخت

د کورونا ويروس مخنيوي لپاره بېلابېل بيړني ګامونه پورته کېږي. د ماسکونو تړلو په اړه هم بېلابېل نظرونه ورکول کېږي، پوښتنه دا ده چې د کورونا ويروس خپراوي ورو کولو لپاره بايد موږ ټول ماسکونه وتړو که څنګه؟

د روغتيا نړيوال سازمان سلاکاران اوس د دې پوښتنې پر څېړنې او ارزونې بوخت دي. يوه نوې څېړنه ښيي چې ټوخی تر ۶ مترو او پرنجی تر اتو مترو پراخه ساحه کې خپرېږي.

چين کې له وړاندې د ماسکونه تړلو سپارښتنه کېده، ځينو سيمو کې یې که څوک ماسکونه ونه تړي، نيول کېږي او ان سزا ورکول کېږي.

د امريکا په څېر هېوادونه اوس په دې اړه بحث کوي چې خلکو ته د ماسکونو تړلو سپارښتنه وکړي که څنګه؟