ولسي جرګه: بهسودو کې پوځي چورلکه له ایرانه په راوړل شوي توغندي ویشتل شوې وه

د عکس سرچینه، Wolesi Jirga
د افغانستان ولسي جرګې د حقیقت موندنې د یو پلاوي څېړنو پایلې ښيي چې په وردګو ولایت کې د ملي اردو چورلکه په یوه داسې توغندي ویشتل شوې وه چې له لېرې کنټرولېږي او له ایرانه افغانستان ته لېږدول شوی و.
د دې پلاوي غړو نن (دوشنبه مۍ ۲۴مه) د خپلو موندنو په اړه د جرګې غړو ته معلومات ورکول، خو خپلې ټولې موندنې یې په ډاګه نه کړې.
دا الوتکه تېره مارچ میاشت کې د وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د علیپور په مشرۍ د نادولتي ملېشو له خوا ووېشتل شوه. دې پېښه کې د افغان ځانګړو ځواکونو د پنځو سرتېرو په ګډون ۹ تنه ووژل شول.
د ولسي جرګې ځینو غړو له دې امله چې د پلاوي د موندنو ټول مالومات عمومي غونډې ته وړاندې نه شول ناخوښي او غبرګون وښود، خو ځینو غړو نه غوښتل چې موندنې عمومي غونډه کې اعلان شي.
د پلټونکي پلاوي او د ولسي جرګې د امنیتي او دفاعي کمیسیون غړې مرسل نبي زاده بي بي سي ته وویل، دا توغندی روسي توغندي کانکورس ته ورته دی، چې چین، جاپان او ایران هم د هغه کاپي جوړ کړي دي. نوموړې وایي.
"په هلمند کې پر همدې راکټ باندې زموږ یوه بله طیاره لګېدلې وه. بیا دا ثابته شوې وه چې دا ایران ورته ورکړي دي. هغوی په خپله هم دا اقرار کړی و چې هغوی ورکړي دي. دا ځل هم موږ ته دا ثابته شوه چې دا د ایران نه انتقال شوي وو. دا راکټونه د روسیې د راکټونو کانکورس کاپي دي او ضد ټانک ورته وايي."
له دې پېښې وروسته افغان ځواکونو د علیپور د نیولو لپاره په بهسودو کې عملیات پيل کړل، خو لا یې د پایلو په اړه رسماً څه نه دي ویل شوي.
قومندان علیپور څوک دی؟

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA/ VIDEO PICTURE
عليپور چې په شمشېر مشهور دی، د افغان چارواکو په وینا نژدې پنځه کاله مخکې یې میدان وردګو کې د هزاره وګړو تر وژل کېدو وروسته وسلواله ډله جوړه کړه او د دغه ولایت بهسودو ولسوالۍ کې او بیا وروسته غور ولایت کې فعال و
غور کې د نوموړي د نیولو لپاره د دغه ولایت او بامیانو له لوري افغان ځواکونو عملیات پیل کړي وو، خو د نوموړي د نیولو د عملیاتو په غبرګون کې د وحدت ګوند مشر او هغه مهال د افغانستان اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق پر خپله فیسبوکپاڼه دا عملیات وغندل.
۱۳۹۷ کال کې د افغانستان ملي امنیت ادارې وویل، عبدالغني علیپور یې نیولی، خو وروسته د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش دفتر پر فېسبوک خبر ورکړ چې د ملي امنیت له خوا نیول شوی "ناقانونه وسله وال قومندان عبدالغني علیپور" خوشې شوی.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې هغه مهال په یوه اعلامیه کې ویلي وو، قومندان علیپور ۱۵۰ کسیزه ناقانونه ډله لري، چې په درنو او سپکو وسلو سمبال ده او له خلکو په باج اخیستلو او د خلکو په ځورولو تورنه ده.
د یادونې ده چې د نوموړي له نیول کېدو وروسته هغه مهال د هغه په ملاتړ لاریونونه او مظاهرې هم شوې وې.



















