طالبان: د وردګ جلرېز ولسوالۍ مو ونیوه؛ کورنیو چارو وزارت: تاکتیکي شاتګ مو کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان د پلازمېنې کابل ګاونډ ته له وردګو رپوټونه وايي، چې د دغه ولایت جلرېز ولسوالي د جمعې په ورځ د طالبانو لاس ته ورغله.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وايي، د ولسوالي مرکز او امنیه قومنداني لاس ته ورغلي او دوی ته په لسګونو سرتېري هم تسلیم شوي دي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، له ولسوالۍ افغان ځواکونو تاکتیکي شاتګ کړی دی.
خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی له بي بي سي سره خبرو کې که څه هم د طالبانو لاس ته د ولسوالي ورتلل نه تاییدوي خو وايي، د جلرېز خلک دې پر حکومتي ځواکونو باور ولري. ډېر ژر به هلته حالت عادي شي:
" افغان ځواکونه د جلرېز لپاره منظم پلان لري. په جلرېز کې پرون او نن طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. موږ له پوره دقت نه کار اخلو چې خلکو ته مرګ ژوبله ونه رسېږي په دې برخه کې دوښمن د ولس د مرګ ژوبلې اصلي سبب دی. "
خو د وردګ ولایت د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک له بي بي سي سره خبرو کې وايي، دا ولسوالي له پنځو ورځو راهیسې کلابند وه او پکې سرتېري اړ شول چې طالبانو ته تسلیم شي.
"حکومت ورته ونه رسېد، نن نهه بجې ولسوالي طالبانو لاس ته ورغله. طالبانو ته پنځه دېرش سرتېري هم تسلیم شوي دي. طالبان اوس ټول وسایل له ولسوالۍ باسي. "
جلرېز ولسوالۍ ته تېر نومبر کې هم هغه مهال د رسنیو پام واوښت چې پکې کلابند ټپي سرتېرو د خواله رسنیو له لارې د مرستو غوښتنه وکړه.
وروسته د افغانستان دفاع وزارت وویل، چې کمانډو ځواکونو دغه سرتېري له کلابندۍ ژغورلي او روغتون ته رسولي دي.
نږدې شلو ورځو کې درې ولسوالۍ نیول

د عکس سرچینه، Social media
د مې پر لومړۍ نېټه له افغانستان د پاتې بهرنیو ځواکونو د بهیر پیلېدو سره طالبانو په بغلان، لغمان، هلمند، کندهار او نورو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.
د دې بریدونو په ترڅ کې طالبانو بغلان کې بورکه او لغمان کې پرون دولت شا ولسوالي ونیوه.
طالبانو د مې پر ۱۲ وویل، د وردګ ولایت نرخ ولسوالي یې هم ونیوه، خو حکومت ویل چې له نرخ یې تاکتیکي شاتګ کړی دی.



















