له طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستیال مشر ملا نیازی وسلوال برید کې ټپي شوی

د خپرېدو وخت

د افغانستان لوېدیځ ته له هرات رپوټونه وايي، چې دغه ولایت کې د طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستیال مشر ملا عبدالمنان نیازی برید کې ټپي شوی دی.

نوموړي ته منسوب انځورونه هم خواله رسنیو کې خپاره شوي چې په ټپي حالت یې ښيي او درملنه یې کېږي.

لا هم دې ډلې په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د هرات والي وحید قتالي وايي، ملا عبدالمنان نیازی بېګا په برید کې ټپي او درې ملګري یې وژل شوي دي.

نوموړی دا هم وايي، چې ملا منان نیازی اوس درملل کېږي، خو دا نه وايي چې کوم ځای یې درملنه روانه ده.

تر دې مخکې یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته وویل پر ښاغلي نیازي د هرات په ګذره ولسوالۍ کې برید شوی او له دوو نورو ملګرو سره ټپي شوی دی.

خو دا سرچینه او د هرات والي د دې برید په هکله نور مالومات نه ور کوي.

کومې ډلې یا کس پر ملا منان نیازي د برید مسوولیت نه دی منلی.

د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو اوڅارېدو سره ملا عبدالمنان نیازی د دې ډلې ویاند او وروسته په هرات او بلخ کې والي پاتې شوی دی.

د ۲۰۱۵ کال دوبي کې د طالبانو د بنسټګر او لومړي مشر ملا عمر د مړینې د خبر تر خپرېدو او د ملا اختر محمد منصور تر مشر اعلانېدو وروسته د ملا محمد رسول په مشرۍ یوه ډله له طالبانو بېله او ملا منان نیازی یې مرستیال شو.

د ملا منصور تر وژل کېدو وروسته هم دا اختلاف پرځای پاتې او دا ډله د ملا هبت الله مشر کېدو سره هم جلا پاتې شوه، چې تر ډېره د افغانستان سوېل لوېدیځ په تېره د فراه او هرات ځینې سیمو کې فعاله ده.

ملا محمد رسول

د دې ډلې مشر ملا محمد رسول د شوروي ضد افغان جهاد یو قومندان و او د طالبانو را پورته کېډو سره دې ډلې ته واوښت.

د طالبانو وخت کې د اوو کلونو لپاره د نیمروز والي و.

د امریکا برید او د طالبانو پرځېدو سره ملا رسول ایران ته پنا یووړه، خو وروسته و اېستل شو.

هغه بیا کابل کې ونیول او څلور کاله د افغان حکومت سره بندي و.

تر خوشي کېدو وروسته ملا رسول د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پرضد لوېدیځ کې فعال شو.

د ډلې تر جوړېدو څه مهال وروسته د نوموړي برخلیک مالوم نه دی.