طالبان: زابل کې مو پوځي مرکز نیولی؛ دفاع وزارت: ۲۴ ساعتونو کې لسګونه طالبان وژل شوي

دفاع

د عکس سرچینه، MOD

د خپرېدو وخت

د کابل- کندهار پر لویه لاره د زابل اړوند نورک سیمه کې د افغان ځواکونو یو مرکز د طالبانو لاس ته لوېدلی دی. د نورک په نوم دغه پوځي مرکز د کلات ښار ختیځ لورته پروت و.

د وسلوالو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي پر خپل ټویټر یو شمېر تصویرونه خپاره او ادعا کوي چې ملګرو یې د نورک سیمې پوځي مرکز نیولی دی.

خو د زابل امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي وایي، افغان امنیتي ځواکونه د امنیت شورا د پرېکړې له مخې پخپله له دغه مرکز وتلي او بلې سیمې ته لېږدېدلي دي.

ښاغلی صمیمي وایي دغه پوځي مرکز ته اکمالات رسول ستونزمن وو او د دې لپاره چې د سر زیان را کم او اغیزمنتیا زیاته شي، دغه مرکز بلې سیمې ته لېږدول شوی دی.

په ورته وخت کې د هېواد په ختیځ کې د لغمان او لویدیځ کې د هرات امنیتي سرچینو نن دوشنبه هوايي بریدونو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.

زابل

د عکس سرچینه، QyAhmadi

د عکس تشریح، د نورک په نوم دغه پوځي مرکز د کلات ښار ختیځ لورته پروت و.

د لغمان ولایت رسنيز دفتر ویلي دوشنبه غرمه مهال د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د طالبانو په غونډو او د راټولېدو پر ځايونو څلور هوايي بريدونه شوي چې د دې ډلې ۴۸ وسله وال پکې وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل دي.

هرات کې هم چارواکو ویلي چې دوشنبه سهار یې په اوبه ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو مرکز هوايي برید کړی او ۱۴ وسله وال یې وژلي دي.

له دې سره دفاع وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي تېرو څلېروشت ساعتونو کې یې بېلابېلو لایتونو کې په مخامخ جګړو او هوايي بریدونو کې ۱۵۸ طالبان وژل شوي او ۳۷ ټپي شوي دي.

خو طالبانو د خپلو وسلوالو د وژل کېدو په اړه د دفاع وزارت دغه ادعا رد کړې ده.

د یو بل خبر له مخې د افغانستان د ‏ملي امنیت لوی ریاست وایي، کابل ښار کې یې د طالبانو یوه نهه کسیزه ډله نیولې چې په ترهګریزو بریدونو، هدفي وژنو او د مقناطیسي ماینونو په چاودنو کې یې لاس درلوده.

دغه کسان د ملي امنیت ریاست لخوا د دوی د اعترافاتو په خپره شوې ویډیوګانو کې وايي چې د طالبانو غړي دي.

زابل کې ملکي مرګژوبله

زابل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، زابل کې چاودنې ۱۱ ملکي کسان وژلي او ۲۵ ټپي کړې دي

په ورته وخت کې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي د دغه هېواد په بېلابیلو برخو کې بمي چاودنو او جګړو د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه ۲۷ تنه وژلي او لسګونه نور ټپیان کړي دي.

زابل کې د شهر صفا ولسوالۍ کې تېره شپه د مساپرو په یوه لیږدونکي موټر خونړۍ چاودنه شوې ده. ځايي چارواکي وايي دې چاودنې لږ تر لږه ۱۱ ملکي کسان وژلي او ۲۵ ټپي کړي دي.

له دې سره نن (دوشنبه د غوايي/ثور ۲۰مه) د پلازمېنې کابل د شمال پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ هم د ملکي خلکو په لیږدونکي کاسټر موټر بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي دا چاودنه د مټک پله 'پل مټک' سیمه کې شوې ده.

کورنیو چارو وزارت د دې چاودنې د مرګ ژوبلې جزیات نه دي ورکړي، خو ځینو رسنیو ویلي دې پېښه کې ۲ کسان وژل شوي او ۹ ټپي دي.

جبل السراج

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ هم د ملکي خلکو په لیږدونکي کاسټر موټر بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

د ملکي خلکو پر دغو لېږدونکو موټرونو د چاودنو مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو حکومت یې پړه په طالبانو اچوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد روشن بي بي سي ته ویلي تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷ ملکي افغانان د طالبانو بریدونو کې وژل شوي او ۴۴ ټپي شوي دي.

افغانستان کې د جنګ جګړو او ملکي مرګژوبلې دا تازه پېښې داسې مهال دي، چې طالبانو او افغان حکومت د راتلونکي کمکي اختر دریو ورځو لپاره اوربند اعلان کړی دی.