پخوانی خبریال او د مالیې وزارت کارکوونکی نعمت روان کندهار کې ووژل شو

روان

د عکس سرچینه، Niamat Rawan Facebook

د خپرېدو وخت

د افغانستان د مالیې وزارت د رسنیو او عامه اړیکو امر او پخوانی خبریال نعمت روان نن پنجشنبه کندهار کې په یو وسلوال برید کې ووژل شو. تر اوسه کومې ډلې د نعمت روان د وژلو مسئولیت نه دی منلی.

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي نعمت روان د کندهار ښار ۱۴ حوزه کې د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال هم چې د ښاغلي روان د کاکا زوی دی، د نوموړي وژل کیدل تایید کړي دي.

ښاغلي مینه پال بي بي سي سره خبرو کې د نعمت الله روان د وژلو پړه پر وسلوالو طالبانو ور واچوله. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلامیه کې هم طالبان د دې وژنې مسئول بلل شوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، دا پېښه دوی پورې اړه نه لري او دا ډله پر هغو کسانو برید نه کوي چې د دوی پر ضد یې وسله نه وي پورته کړې.

د طالبانو ویاند وایي، د مالیې وزارت کارکوونکي په کندهار کې ځکه په نښه کېږي چې هلته د ګمرکاتو په برخه کې فساد شته، او څوک یې چې د مخنیوي هڅه کوي هغه وژل کېږي.

نعمت روان څوک و؟

روان

د عکس سرچینه، Social Media

نعمت روان پخوا له طلوع نیوز سره د خبرونو د ویاند او د سیاسي بحثونو د کوربه په توګه دنده پر مخ وړه او تازه مالیې وزارت کې د رسنیو او عامه اړیکو امر ټاکل شوی و.

ښاغلي روان له دې وړاندې په کندهار کې له یو ځایي تلویزیون او ترڅنګ یې له الجزیرې خبري شبکې سره هم دنده ترسره کړې وه.

نوموړي څو ورځې وړاندې پر خپله فېسبوک پاڼه خپل یو عکس سره لیکلي وو: "څو روژې پر کندهار ". د کاکا زوی یې دوا خان مینه پال بي بي سي ته وویل، نعمت روان د خپلو تحصیلي اسنادو د تصدیق لپاره کندهار ته تللی و.

نعمت روان واده کړی و او یو ۳ کلن زوی لري. نوموړی د کندهار پوهنتون د ژورنالېزم له پوهنخي فارغ شوی و.

غبرګونونه

رسنۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

ارګ په یوه اعلامیه کې د نعمت روان ترور غندلی او ویلي یې دي: "جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته د دغه تروریستي برید د هراړخیزې څېړنې او عاملینو ته د مجازاتو" لارښوونه کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې زیاته شوې: "د طالبانو ډله باید دا درک کړي چې د ولس پر وړاندې د جګړې دوام او تاوتریخوالی اسلامي، انساني او معقوله حل لاره نه ده، بلکې دا د وضعیت د لا پېچلتیا او د سولې برابر شوي فرصت د ضایع کېدو لامل کېدای شي."

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې د نعمت روان وژنه غندلې او په یوه اعلامیه کې یې ویلي: "ښاغلی روان داسې مهال وژل شوی چې کندهار کې یو شمېر خبریالانو ویلي له امنیتي سرچینو یې مالومات ترلاسه کړي چې ځینې ژورنالیستان د وسله والو ډلو له اړخه له جدي ګواښ سره مخامخ دي."

دغه اداره له حکومت غوښتي چې د ښاغلي د روان د وژنې پېښه وپلټي او دا مالومه کړه چې وژل کېدل یې له خبریالۍ او د طالبانو لخوا رسنیو ته له وروستي ګواښ سره تړاو لري، که څنګه؟

نی وايي دا د ۲۰۲۱ کال له پیل راهیسې اوومه پېښه ده چې د رسنیو ۷ کارکوونکي پکې وژل کېږي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې هم پېښه غندلې او له حکومت غوښتي چې د خبریالانو د هدفي وژنو قضیې وڅېړي .

دغه کمېټه وايي، د افغانستان حکومت او ملګري ملتونه دې د خبریالانو د خوندیتوب او ساتنې لپاره جدي ګامونه پورته کړي ترڅو د پخلاینې په پروسه کې د خبریالانو او رسنیو آزادي زیانمنه نشي.

کابل کې د امریکا سفارت شازدافیر راس وېلسن پر خپله ټوېټر پانه لیکلي، د نعمت روان پر وژنه شاک شوی. نوموړي دا پېښه غندلې او د رسنیو پر ضد د تاوتریخوالي ختمولو غوښتنه یې کړې ده.

هدفي وژنې او خبریالاانو ته ګواښونه

افغانستان کې په دې وروستیو کې پر ژورنالیستانو، د بشري حقونو پر فعالانو او د مدني بنسټونو پر غړو بریدونه ډېر شوي دي.

دغه تازه پېښه داسې مهال شوې چې حکومت او طالبانو همدې نږدې ورځو کې رسنیو ته د دوی په وینا د "یو اړخیزو خپرونو" له کبله ګوت څنډنه کړې وه.

په دې لړ کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې 'نی' کابل کې د امريکا او بريتانيا سفارتونو او د ملي پخلاینې عالي شورا په جلا جلا علامیو کې د رسنیو په ګواښلو اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا او بریتانیا سفارتونو په خپله اعلامیه کې ویلي و: "موږ د افغانستان د ازادو رسنيو په کلکه ملاتړ کوو. موږ د رسنیو پر وړاندې تاوتریخوالی، د هغوی ګواښل او د طالبانو لخوا د ژورنالیستانو د غږ د چوپولو هڅې په کلکو ټکو غندو."