بایډن: له افغانستانه پېښېدونکی هر ګواښ څارو؛ کلېنټن: د پوځیانو ایستل د اندېښنې خبره ده

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي افغانستان کې د القاعده شبکې له اړخه پېښ ګواښونه خورا کم شوي دي. ښاغلي بایډن دا څرګندونې پرون دوشنبه (د می ۲مه) د دې شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو د لسمې کلیزې په تړاو یوه اعلامیه کې کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي: "موږ به د هر هغه ګواښ د څارلو او له منځه وړلو ته دوام ورکړو چې له افغانستان راته پېښېږي."

نوموړی زیاتوي: "موږ به د نړۍ لروبر کې د خپلو شریکانو او متحدانو په همکارۍ هڅه وکړو چې زموږ هېواد او ګټو ته د پېښېدونکو ترهګریزو بریدونو مقابله وکړو."

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د نوموړي لخوا د اپریل په ۱۴مه د اعلان شوي پلان له مخې له افغانستان د پاتې امریکايي او اېتلافي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې ده.

په دې لړ کې امریکايي ځواکونه تېره ورځ هلمند کې له انتونیک پنډغالي ووتل او هغه یې افغان لوري ته وسپاره.

د پخوانیو امریکایي چارواکو اندېښنې

په ورته وخت په بشپړ ډول د نظامي حضور د پای ته رسولو او د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پلان امریکا کې هم له اندېښنو او نیوکو سره مخامخ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو دوو پخوانیو وزیرانو هیلري کلنټن او کوندولیزا رایس د ټولو ځواکونو د ایستلو لپاره د جو بایډن د پریکړې مخالفت کړی او د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته یې په دې تړاو اندېښنه ښودلی ده.

جو بایډن د بارک اوباما اداره کې مرستیال ولسمشر او هیلري کلنټن د بهرنیو چارو وزیره او د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ خلاف د دیموکرات ګوند نومانده وه.

اغلې کلنټن تازه له سي این این تلویزیون سره مرکه کې ویلي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو په تړاو د ښاغلي بایډن پلان "خورا ناوړه پایلې" درلودای شي.

هغه وايي دې پرېکړې دا خطر پیاوړی کړی چې د افغانستان حکومت د طالبانو په لاس سقوط شي او دغه هېواد یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو ډلو د فعالیت په مرکز واوړي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره زیاتوي ښايي ډېر وخت وانخلي چې طالبان د افغانستان پر پراخه برخه واکمن او د دغه هېواد ځینو برخو کې کورنۍ جګړه له سره پیل شي.

هیلري کلنټن دې مرکه کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د القاعده او داعش د خوځښتونو او فعالیتونو د بېرته پیلېدو اندېښنه ښيي.

نوموړې د وضعیت د خرابېدو پر مهال له افغانستان د کډوالۍ د نوې څپې د پیلېدو احتمال ته د اشارې ترڅنګ زیاتوي هغه زرګونه افغانان باید خوندي شي چې له امریکا او ناټو سره یې کار کړی او د ښځو او بشري حقونو لپاره یې غږ پورته کړی دی.

بلېنکن: افغانستان کې هرې سناریو ته چمتو یو

که څه هم د ولسمشر بایډن ادارې د هېلري‌کلېنټن اندېښنو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له سي بي ایس نیوز تلویزون سره په یوه تازه مرکه کې ویلي د ځواکونو ایستل د افغانستان د پرېښودلو معنا نه لري او دوی هرې سناریو ته چمتو دي.

د سي بي ایس له ۶۰ دقیقې پروګرام سره د ښاغلي بلېنکن دا مرکه پرون یکشنبه خپره شوه.

نوموړی دې مرکه کې د افغانستان د حکومت د پرځېدو د احتمال په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي "موږ باید هرې سناریو ته چمتو واوسو. بیلابیل احتمالات موجود دي."

خو نوموړی زیاتوي: "یوازې دا چې ځواکونه مو راګرځي دا معنا نه لري چې موږ "دا هېواد" پرېږدو. سفارت مو پاتې کېږي، افغانستان سره مو په اقتصادي، پراختیايي او بشري برخو کې مرستې او ملاتړ دوام کوي. یوازې زموږ لخوا نه، بلکې د متحدانو او شریکانو لخوا هم."