د ترکیې غونډه کې د پلاوي پر ترکیب د ولسي جرګې بحث ناندریز شو

د خپرېدو وخت

د افغانستان ولسي جرګې نننۍ ( دوشنبه اپریل ۱۲مه د وري ۲۳) غونډه د افغان سولې لپاره د استانبول غونډې ته د تلونکي افغان پلاوي پر ترکیب د نظرونو جنجالي کېدو سره د تړلو دروازو تر شاه دوام وکړ.

دې ناسته کې د بدخشان استازې نیلوفر ابراهیمي ټېنګار وکړ چې له افغانستانه تلونکي پلاوي کې باید د ټولو قومونو ګډون په پام کې ونیول شي.

هغې وویل "دا سمه نه ده چې ترکیې ته د طالبانو پلاوي کې نوي سلنه غړي پښتانه وي او د حکومت پلاوي کې هم پنځوس سلنه پښتانه وي. "

د دې جرګې بل غړي خان اغا رضايي هم وویل چي د استانبول غونډه کې د حکومت پلاوي کې د قامونو ترکیب په پام کې نه دی نیول شوی او نه ولسي جرګه پام کې نیول شوې ده:

"کوم پلاوی چې ځي باید د ټولو قامونو استازي وکړي چې موږ ریښتنې نتیجه ترلاسه کړو. "

خو د دې وکیلانو د خبرو مقابل کې ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي نادرخان کټوازي وویل، طالب قام نه لري او جګړه یې د ایډیالوژي لپاره ده:

"د افغانستان هر قام دې را سره وګڼي چې د طالبانو له لاسه پښتانه څومره تبا شول او څومره یې ولایتونه تبا شول، د پښتنو ماشومان څومره له درسونو پاتې شول او د نورو قامونو څومره. "

په همدې لړ کې د بحثونو لهجه تنده او غونډه ناندریزه شوه. په پای کې غوښتنه وشوه چې غونډه دې د تړلو دروازه تر شا دوام وکړي.

د استانبول غونډې ګډونوال پلاوی

تر اوسه نه ده مالومه چې د افغان سولې په تړاو د استانبول غونډه کې به څوک او د کومو لوریو استازي د افغان دولت په استازولۍ ګډون کوي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د ولسمشر محمد اشرف غني په لیدنه کې د دغې غونډې د پلاوي پر ترکیب هم خبرې شوې دي.

له بلې خوا خواله رسنیو کې یو نوملړ خپور شوی چې ښيي د ترکې غونډه کې به د افغان حکومت پلاوي کې څوک ګډون لري.

خو د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وايي، د ملي مصالحې شورا دفتر ور سره تماس نیولی او ورته ویلي یې دي چې دا نوملړ سم نه دی.

استانبول غونډه کله جوړېږي؟

ویل کیږي چې د استانبول غونډه به په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي خو تر دې دمه یې د پیل د کره نیټې په اړه رسما څه نه دي ویل شوي.

د استانبول غونډه چې ځینې یې د افغان کشالې لپاره یوه برخلیک ټاکونکې غونډه بولي د امریکا په غوښتنه او د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ترسره کیږي.

ټاکل شوې چې د افغان دولت پلاوی دې غونډه کې له یوې ځانګړې طرحې سره ګډون وکړي.

دا طرحه د ملي مصالحې د عالي شورا د یوې کومیټې له خوا پرون وروستۍ شوه او ټاکل شوې چې نن د دې شورا د مشرتابه په غونډه کې تایید شي.