سویډن کمېټه ښکلا ځدراڼ "سملاسي" بېرته په دنده ګوماري

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان لپاره سویډن کمېټه وايي، د دې ادارې یوه افغان کارمنه ښکلا ځدران سملاسي بېرته په دنده ګوماري.

سویډن کمېټې له هغه وروسته د ښکلا ځدراڼ دنده وځنډوله چې نوموړې وردګ ولایت کې د نادولتي وسلوالې ډلې د مشر عليپور او د هغه د وسلوالو د "وژنې" غوښتنه وکړه.

د ښکلا ځدراڼ دا څرګندونې له هغه وروسته وې چې علیپور وویل، وسلوالو یې بهسود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو یوه چورلکه غورځولې ده.

په هغه چورلکه کې د څلورو پیلوټانو په ګډون ۹ کسان ووژل شول.

د علیپور له څرګندونو وروسته ښکلا ځدراڼ خپل ټوېټر کې ولیکل: "علیپور او کسان یې باید ژر تر ژره ووژل شي، دوی ترهګر دي، باغي او شورشي دي او بهرني استخبارات یې تمویلوي. "

د ښکلا ځدران تر دې ټوېټ وروسته پر نوموړې ځینې افغان ټوېټر کارنو نیوکې وکړې او له سوېډن کمېټې یې وغوښتل چې له دندې یې لرې کړي.

وروسته دې کمېټې د ښکلا ځدران دا خبرې شخصي وبللې او ویې ویل د څېړنو تر پای د نوموړې دنده ځنډوي، خو په مقابل کې د ښکلا ځدران په ملاتړ هم خواله رسنیو کې تبصرې پیل شوې.

اوس سویډن کمېټه خپله بیانیه کې وايي": له ښکلا ځدراڼ سره هوکړه شوې چې نوموړې به سمدلاسه په نوې دنده ګومارل کیږي چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټي د ماموریت د ترلاسه کولو لپاره په نوي پوست کې خدمت وکړي."

د سویډن کمېټې په وېبپاڼه کې د ښکلا ځدراڼ له خولې ویل شوي دي:

"زما ټویټ د دوامداره او بې مفهومه تاوتریخوالي په اړه د غوسې او خواشیني د څرګندولو له امله و. ما د دې مسلې اړوند د سویډن کمیټې سره بحث کړی او غواړم تایید یې کړم چې زه د سویډن کمیټې اساسي ارزښتونو سره پوره همغږې یم. زه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له لرلید بشپړ ملاتړ کوم او هغه دا چې د داسې افغانستان لپاره کار وشي چې بشري حقونو ته درناوی کیږي او ټول وګړي له با عزته ژوند برخمن او له مساوي فرصت او ټولنیز عدالت خوند اخلي. "

ښکلا ځدراڼ خپل ټوېټر کې هم د سوېډن کمېټې له مشرتابه مننه کړې چې د نوموړې په هکله یې په "پوره غور سره عادلانه پرېکړه" کړې ده او زیاتوي "ډېر ژر به خپلې دندې ته ستنه شي. "

ښکلا ځدراڼ څوک ده؟

ځوانه ټولنیزه فعاله ښکلا ځدران په اصل کې د خوست ولایت او کابل کې لویه شوې ده.

نوموړې په حقوقو کې لیسانس لري او نړیوالو اړیکو کې ماسټري کوي.

ښکلا ځدراڼ په بېلابېلو ادارو کې د حقونو او جندر برخه کې دنده کړې او له سوېډن کمېټې سره هم د عدالت غوښتنې برخې کارمنه ده.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې سکرتر جنرال اندریاس ستیفنسن وایي: "ښکلا ځدران د افغانستان د ځوانانو او په افغانستان کې د ښځو حقونو لپاره مهم غږ دی او د سویډن کمیټې یوه قدرمنه کارکوونکې ده."

ښکلا ځدراڼ تېر دوبی د افغان ځوانانو له منځ په یوه سیالۍ کې ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې وټاکل شوه.