د بهسود د دویمې حصې ولسوالۍ امنیتي وضعیت په اړه ضد و نقیض رپوټونه

د خپرېدو وخت

په میدان وردګ ولایت کې د ځایي قومندان عبدالغني علیپور د وسله والو له لوري د بهسودو د دوهمې برخې د ولسوالۍ ودانۍ د نیولو په اړه له خپرو شویو را پورونو وروسته لا هم په دې تړاو ضد او نقیض خبرې کېږي.

د میدان وردګ د ولایتي شورا رییس اختر محمد بي بي سي ته وویل د علیپور وسله والو د ولسوالي ته ننوتلي او لا یی هم په واک کې ده. نوموړی وایي، وسلوالو ودانۍ سوځولې او ځینې وسایل یې هم له ځانه سره وړي دي،

خو په ولسي جرګه کې د بهسودو د خلکو یو استازی بیا وايي، د ولسوالۍ ودانۍ وروسته له هغه چې د امنیتي ځواکونو له لوري خوشې شوه د خلکو له خوا ونیوله شوه. هغه وايي، د ولسوالۍ ودانۍ هم نه ده سوځول شوې.

بل لور ته یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي د بهسودو د دوهمې برخې ولسوالۍ ودانۍ تېره ورځ مازیګر مهال د علیپور د وسله والو له لوري نیول شوې او امنیتي ځواکونو هم له کومې نښتې پرته ولسوالي خوشې کړې ده.

له دغې پېښې د ۲۴ ساعتونو له تېرېدو سره اوس د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس اختر محمد خان وايي، د بهسودو ولسوالي ودانۍ لا هم د علیپور د وسله والو په لاس کې ده:

خو په ولسي جرګه کې د بهسودو د خلکو استازی مهدي راسخ بیا وايي، د ولسوالۍ ودانۍ د سیمې د خلکو په واک کې ده. نوموړی وايي، د ولسوالي د ودانۍ په نیولو کې د علیپور وسله وال لاس نه لري.

د میدان وردګ ولایت د بهسودو ولسوالي پېښې نن په دغه ولایت کې د یوې امنیتي غونډې په ترڅ کې وارزول شوې. خو دا چې په اړه يې څه ډول پرېکړې وشوې په اړه يې رسنیو ته معلومات نه دي ورکول شوي.

"پلټونکی پلاوی د لانجې هواري وس نه لري"

دوه ورځې کېږي چې دغې ولسوالۍ ته د پېښو د څېړلو په موخه له کابله هم د ځینو دولتي ادارو له لوري یو پلاوی استول شوی چې لا هم هلته دی.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی حفیظ الله جلیلي وايي، دا پلاوی د دې لانجو د هواري وس نه لري ښه به دا وي چې د افغانستان د پارلمان له لوري یو پلاوي هالته واستول شي.

تېره اوونۍ په میدان وردګ ولایت کې د علیپور د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې ۹ تنه ووژل شول او یو شمېر هم ژوبل شول چې ویل کېږي ډېری يې ولسي وګړي وو.

د دغې پېښې په اړه هم ضداو نقیض خبرې کېږي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي د علیپور وسله وال له امنیتي ځواکونو سره په یوه وسله واله نښته کې ښکېل شول.

داسې راپورونه هم شته چې امنیتي ځواکونو غوښتل عبدالغني علیپور ونیسي چې له امله يې دا پېښه رامنځ ته شوه.