تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دفاع وزارت: موندنې ښيي چې د وردګو بهسودو کې چورلکه د علیپور کسانو غورځولې
د خپرېدو وخت
افغان دفاع وزارت ويلي ارزونې او د بېلګو موندنې یې ښيي چې د وردګو بهسودو کې یې چورلکه د عبد الغني علیپور کسانو غورځولې ده. له دې مخکې په خپله عليپور هم ويلي وو، چې دا چورلکه يې کسانو ويشتلې ده. افغان دفاع وزارت مخکې ګوتڅنډنه کړې وه، چې د وژل شويو پيلوټانو او پوځيان غچ به یې اخلي. نژدې دوې مياشتې مخکې بهسودو کې د عليپور پلويانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې نهه کسان وژل شوي وو، چې بيا تر اوسه تاوتريخوالی روان و. صابر عزيز يې نور حال راکوي.