اسیا زړه - استانبول بهیر غونډه پای ته ورسېده؛ د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد د غني ټینګار

د خپرېدو وخت

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د اسیا زړه - استانبول بهیر نهم پړاو غونډه د یوې اعلامیې په خپرېدو سره پای ته ورسېده. په اعلامیه کې د سولې پر ټینګښت، په سوله ییز ډول د افغانستان کړکېچ پر پای ته رسېدو او دغه راز د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار شوی دی.

اعلامیه کې راغلي په افغانستان کې سوله د سیمې او د نړۍ ثبات لپاره ګټوره ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني غونډې ته په وینا کې ویلي، سوله یې لومړیتوب دی. ولسمشر غني د خپل حکومت درې پړاویزې سولې طرحې ته په اشارې سره وویل، د سولې حکومت چې د ټاکنو تر سره کولو مسوولیت به ولري، د قانون له مخې باید د ده د حکومت لخوا ایجاد شي.

''د سولې تامین د سولې حکومت تشکیل تګلاره ده چې د اوسني منتخب مشرتابه او هغو افغانانو چې په وروستیو ټاکنو کې به کاندید نه وي، او د افغان اساسي قانون په چوکاټ کې دې تشکیل شي. د حکومت فعالیت لپاره باید ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي چې خلک د ټاکلو او ټاکل کېدو له حقه ګټه واخلي. له دې کبله دې پړاو ته توجه خورا مهمه ده. ''

ښاغلي غني د کړکېچ پای ته رسېدو احتمالي طرحې په هکله وویل، حکومت یې د سولې حکومت مسوولیت لري او له وخته د مخکې ټاکنو ملاتړ کوي.

دغه دوې ورځنۍ غونډه، چې پرون پیل شوې وه، پکې د اسیا زړه - استانبول بهیر غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، د افغانستان او تاجکستان ولسمشرانو، د ملګرو ملتونو او د دغه بهیر ملاتړو هېوادونو استازيو ګډون کړی و.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ژمنه وکړه، چې حکومت به یې په افغانستان کې د سولې راوستلو له بهیر سره له خپل وس سره سم مرسته وکړي.

ښاغلي غني، د یادې غونډې په څنډو کې د پاکستان، هندوستان او ترکیې له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغان سولې، سوداګري راکړې ورکړې او سیمه ییزي همکارۍ په اړه بېلا بېلي ناستي کړې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ د اسیا زړه-استانبول بهیر غونډه کې وویل، سوله یې هیله نه بلکې یو مهم ضرورت دی، خو په دا مهال یې یو ځل بیا د واک لېږد لپاره پر ټاکنو ټینګار وکړ.

د هغه په خبره، هغه ټاکنې چې د سولې خبرو پایله کې تر سره کېږي باید د اساسي قانون سره سمې، سراسري، عادلانه او روڼې وي او نړیواله ټولنه یې هم وڅاري.

د ولسمشر غني د قانوني واک څلور کلونه پاتې دي، خو څه مهال مخکې یې وویل، وارمخکې ټاکنو ته تیار دی.

ویل کېږي ځینې کسان په تېره بیا طالب استازي د ولسمشر غني له واکه لرې کېدل غواړي او ځینې نور د یو لنډمهال حکومت جوړېدل غواړي، خو پخپله غني بیا بیا له دې طرحې سره مخالفت کړی او وايي، چې ژوندی وي، د داسې حکومت اجازه به ور نه کړي.

ولسمشر غني پر عمومي اوربند هم ټینګار وکړ او ویې ویل نړیوال بنسټونه دې دا اوربند وڅاري.

هغه د اسیا زړه- استانبول بهیر غونډې له ګډونوالو او نړیوالې ټولنې مننه وکړه چې د افغان سولې او ټیکاو لپاره هڅې کوي:

د ولسمشر په خبره، ټیکاومن افغانستان د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.

د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان غونډې ته وینا کې وویل، افغان کشاله پوځي حل نه لري او د افغان سولې بهیر کې د امنیت او سولې لپاره د افغان حکومت د هڅو هرکلی کوي.

نوموړي د شوروي له پرځېدو وروسته د تاجکستان کورنۍ جګړې ته په اشاره وویل، چې تاجکستان کې د پخلاینې بهیر کې د هغه وخت افغان حکومت هلې ځلې وکړې او د تاجکستان د ښکېلو لورو ترمنځ د سولې اولنۍ خبرې کابل کې وشوې.

"په دې سبب موږ شپه ورځ د افغان سولې بهیر خبرو فکر کې یو، هیله یې لرو او څه مو چې له وسه کېږي مرسته ور سره کوو، چې افغان وروڼه سوله کې ژوند وکړي او خپل هېواد اباد کړي. "

نوموړي د اسیا زړه- استانبول بهیر له غړو او ګډونوالو هیله وکړه چې د افغان سولې بهیر کې بې غرضه همکاري وکړي.د اسیا زړ-استانبول بهیر نهه ناسته پرون د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې پیل شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، دې غونډه کې د افغان حکومت اجنډا د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کول دي.

دې غونډه کې پر افغان سوله سربېره د سیمې هېوادونو سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر پراختیا هم خبرې کېږي.

ولسمشر غني هم خپلو خبرو کې هیله وکړه چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پولې د پرانیستو او همکارۍ پولو بېلګه باندې بدلې شي:

"انشاالله د سیمه ییز وصل لپاره به زموږ ګډې طرحې د ټولو د پرمختګ او د سیمې د خلکو د ارامۍ سبب شي."

دې غونډه کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وویل، هڅه کوي له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریز اړیکي د ګډو سرحدي سیمو په ګډون نورې لوړ کړي.

د اسیا زړه ـ استانبول بهیر

د اسیا زړه - استانبول بهير د ۲۰۱۱م عیسوي کال د نومبر پر ۲ د ترکیې استانبول کې د افغانستان او ترکیې په نوښت جوړ شو .

د دې بهیر یوه موخه په افغانستان کې سوله او د دغه هېواد له څنګلوریو ګاوندیانو سره اړیکي دي، چې پکې د ترهګرۍ، نشه يي توکو، بې وزلۍ او توندلارۍ له منځه وړلو لپاره لارې چارې لټول کېږي.

د دې بهیر اتمه ناسته په ۲۰۱۹ کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې وشوه، خو د کورونا له امله یې تېر کال غونډه ونه شوه.

دغه بهیر د سیمې او نړۍ ۱۵ غړي او ۱۶ مرستندوی هېوادونه لري چې هر کال یې په دوراني ډول کلنی کوربتوب د غړو هېوادونو له لوري کېږي.

د دې بهیر نور ګډونوال د ناټو، سارک او ملګرو ملتو په ګډون د ١٢ سيمه ييزو او نړيوالو موسسو استازي دي.

ټاکلې ده د اسیا زړه- استانبول بهیر راتلونکې غونډه افغانستان کې وشي.