تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د همکارانو وژنې د خبریالانو پر ژوند او کار ناوړه اغېزه کړې
- Author, ذبیح الله رحیمزی
- دنده, ننګرهار
- د خپرېدو وخت
له تېرو درې میاشتو راهیسې په افغانستان کې پر خبريالانو مرګونو بريدونو او ناامنیو د دوی کار او ژوند سخت ننګولی دی. په ځانګړي توګه د رسنیو ښځينه کارکوونکې، ځینو دندې پرېښي او ځيني د وضيعت تر مالومېدو پر کور ناستې دي.
د روانې مارچ په لومړيو کې د افغانستان په ختيځ ښار جلال آباد کې د يوه خصوصي ټلویزیون د درېیو ښځينه کارکوونکو له وژل کېدو سره د یاد ټلويزیون ۴ نارينه خبريالانو په يو ځايي توګه دندې پرېښي او ټلويزيون خپلې نورې ښځينه کارکوونکې د وضيعت تر ښه کېدا رخصت کړي دي.
په افغانستان کې د رسنيو ملاتړ ټولنې وایي، د روان زېږدیز کال لومړۍ درې مياشتې د افغان خبريالانو لپاره مرګونې وې.
ترکابو درې مياشتې وروسته تر هغې چې په جلال اباد ښار کې د یوه سیمه ییز ټلويزيون خبرياله ملاله ميوند سهار داسې مهال د خپل کور مخې ته په ډزو ووژله شوه، چې کار ځای ته تلله، ورپسې یې بیا درې نورې همکارانې شهناز روفي، سعیدہ سادات او مرسل وحيدي هغه مهال په لاره کې ټوپکوالو ووېشتې چې له دفتره کور ته روانې وې.
دوی دلته په جلال اباد کې د انعکاس په نوم یو سيمه یيز ټلویزيون کې کار کاوه.
زه چې تر پېښې شاوخوا درې اوونۍ وروسته همدې ټلويزيون ته ورغلم، د وژل شويو کارکونکو د کار ميزونو تش يادګارونه پاتي دي.
یاد ټلویزيون کې اوس یوازې نارينه کار کوي. له لسو ښځينه کارکوونکو ۴ یې ووژل شوې او دا د نورو لپاره ډېره له خطره ډکه ده چې دندو ته ولاړې شي.
د دغه ټلویزیون مشر زلمي لطیف بي بي سي ته وویل، له دې وروسته ښځينه کارکونکې نه ګوماري او نورې ښځينه کارکوونکي يې هم د وضيعت تر ښه کېدو او د ژوند د خونديتوب تر ډاډ پورې په کور کړي دي.
ښاغلي لطیف زیاته کړه "ناامني د دې اجازه نه ورکوي چې ښڅينه کارکونکې دې خپل کار ته دوام ورکړي، هغوی اوس په کور شوي دي، تر هغې چې ډاډه شو، بيا به کار ته راستنېږي. "
په وروستۍ مياشت کې وژل شويو درې واړو پېغلو د ټلويزيون لیدونکو لپاره بهرنۍ ډرامې فلمونه په پښتو دوبله کول، دوی د رسنوالو ترمنځ ډېرې نوم یادې نه وې.
د ټلويزيون د دوبلې برخه اوس د ښځينه کارکوونکو د نشتوالي له امله په ټپه ولاړه ده. همکاران يې وايي، اوس يې هره شېبه تکراري غږونو ته اوښکې توېوي.
د سعیدې کورنۍ د هوساينې ورځې موندلې وې، خو ډېرې پرې لنډې شوې. مور یې لوستې نه ده، خو په دې ویاړي چې لور یې زده کړې کړې وې.
د وژل شوې سعيدې کور ته ورغلم. مور، پلار او شپږ نورې خويندې او ورونه یې په يوه خاورین کرايي کور کې اوسي.
مور يې سيما د سعيدې او نورو خويندو ګډې خونې ته يوړم او د خپلې لور پاتی شوې نښې يې یوه يوه راوښوده. ویل يې هره شېبه همدې المارۍ ته ورځي چې سعيدې به په کې خپلې جامې، کتابونه او نور توکي کېښودل. دې ته لا سخته ده چې وپوهېږي د افغانستان په روانه جګړه کې یې ولې ځوانه لور ووژله شوه.
مور یې راته وویل "سعیدې ډېرې هيلې او ارمانونه لرل. کار یې کاوه چې موږ د کور خاوند شو، د ښه ژوند خاوندان شو، خو هېڅ و نه شول، هغه يې خاورو سره خاورې کړه. ظالمانو ته موږ څه بد رسولي و، موږ ورته څه ویلي و، خو دغلته پراته بې غرضه خلکو وو؟ "
حيا حبيبي په ياد ټلويزيون کې سندريزه خپرونه چلوله؛ هغه څه چې وسله والې ډلې ورسره جوړې نه دي. اوس دا او نورې همکارانې په کور شوي، ټلويزون او خپلو خپرونو ته نه ورځي.
ورستيو پېښو وېرولې، خوهوډمنه ده چې بېرته به هرو مرو کار ته ور ستنېږي.
آغلې حبیبي وایي "ډار خو سل په سلو کې شته دی. کورنۍ مې، خپلوان مې راته وایي چې نوره به دا دنده نه کوې، خو داسې خو هم نه کېږي. دا مبارزه به څوک کوي. چې امنیت مې لږ خوندي شي، بېرته خپله وظيفه شروع کوم. "
په دوديزو سيمو او جلال اباد په څېر ښارونو کې له کوره بهر د مېرمنو کار يوه ننګونکې چاره ده، وروستيو کې په ښځينه خبريالانو مرګونو ګوزارونو دا مزل هم پښه نيولی کړی دی.
په جلال اباد کې د يو بل سيمه یيز ټلويزيون شرق ښځينه کارکونکې هم له پېښې وروسته په ټلويزون او فېسبوک نه راښکاري.
په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره دیپلوماتیکې هڅې په دې وروستیو کې چټکې شوې دي. ډېر ژر به امریکا اعلان کړي چې د مې پر لومړۍنېټه له افغانستان وځي او که لا هم په دغه هېواد کې خپل سرتېري ساتي، خو په افغانستان کې دننه، وېره ده چې توندلاري زړه ور شوي دي.
په افغانستان کې د خبريالانو د خونديتوب او ملاتړ ټولنې وايي، تېرو څو میاشتو کې لږ ترلږه سلو خبريالانو د ناامنيو له وېرې دندې او پنځوسو خبريالانو افغانستان پرېښی چې ۱۵ يې مېرمنې دي. تېرو دریو مياشتو کې په افغانستان کې لږ ترلږه نهه خبريالان وژل شوي چې څلور یې مېرمنې دي.
له څو مياشتو راهيسې د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې هدفي وژنې ډېرې شوي. قاضيان، خبريالان او ټولنيز او انساني حقونو فعالان وژل شوي دي. داسې برېښي چې دا د اغېز لرونکو غږونه د خپ کولو هڅه وي.
که څه هم حکومت د دې وژنو ګوته طالبانو ته نيسي، خو دلته په جلال اباد کې د وروستيو وژنو د منلو ټټر د اسلامي دولت نومي ډلې داعش وهلی دی.
هغه ډله چې له طالبانو ځان ځواکمنه ښيي او تېر پنځه کلونه يې په افغانستان کې د لويو خونړيو او هدفي بریدونو مسوولیت هم منلی دی.
دغه وژنې دلته د ښځو د حقونو په برخه کې د هغوی راتلونکي لپاره انديښنې راولاړوي. د سمسمکي په هيله سوله به وکولی شي، تُندلاري طالبان په واک کې راشريک کړي، خو آيا د نورو مېرمنو ارمانونونه به همداسې خاورې کېږي که نه؟