جنرال یاسین ضیا: هغو کسانو سره به حساب کېږي چې بهسودو کې یې پوځیان وژلي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان لوی درستیز جنرال یاسین ضیا وايي، هغه کسان به بې ځوابه پاتې نه شي، چې تېره شپه یې د میدان وردګ ولایت په بهسودو کې افغان پوځیان وژلي دي.

دا ۹ کسان، چې پنځه یې افغان پوځیان او څلور پیلوټان وو، تېره شپه بهسودو کې د جورلکې غورځېدو پېښه کې وژل شوي دي.

په یوه ټویټر پیغام کې جنرال ضیا د کومې ډلې یا شخص له نوم یادولو پرته وايي:

''له هغو کسانو به جدي پوښتنه وشي چې دغه ناوړه عمل یې تر سره کړی او هر څوک چې زموږ له ځواکونو سره (په جګړه کې) ښکېل شي، د دښمن په نامه به په سختۍ سره وځپل شي. ''

د دفاع وزارت وايي، دا پېښه پرون شپه رامنځ ته شوې خو په وینا یې د سقوط اصلي علت لا مالوم نه دی او په اړه يې پلټنې روانې دي.

خو د میدان وردک ولایتي شورا ځینې غړي وايي، دغه چورلکه د یوه سیمه ییز قوماندان عبدالغني علي پور د پلویانو لخوا ویشتل شوې ده.

د افغانستان لوی دستیز په خپل ټویټرپاڼه لیکلې، چې د دغه ناوړه عمل عاملین به بې ځواب پاته نه شي او په وینا یې د پېښې څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

ولسمشرمحمداشرف غني هم ویلي، چې د دغې پېښې ترسره کوونکو ته به سخت سزا ورکړل شي.

دفاع وزارت د چورلکې د غورځېدو د دلیل په هکله څه نه وايي، خو ټینګار کوي چې د څرنګوالي او لامل په هکله یې پلټنې کوي.

تراوسه کومې ډلې هم د دې چورلکې د غورځېدو په هکله څه نه دي ویلي او د وردګ والي عبدالرحمان طارق وايي، کله چې پلټنې بشپړې شوې بیا به د دې پېښې د جزیاتو په هکله نور مالومات شریک شي.

افغانستان کې د پوځي چورلکو غورځېدل بې مخینې نه دي.

په ډېری پېښو کې دا غورځېدنې د تخنیکي ستونزو له امله بلل کېږي او ځینې پېښو کې وسلوال مخالفان دا مسوولیت مني.