د تلوېزیون د ښځینه کارمنو وژنه؛ نورې کارمنانې نه ګوماري

د عکس سرچینه، Enikass
- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
- د خپرېدو وخت
په جلال اباد کې د خصوصي ټلویزیون انعکاس د درېیو کارکوونکو له وژل کېدو څلور ورځې وروسته د دغه ټلویزیون مسؤلین وايي، له دې وروسته ښځینه کارکوونکي نه استخداموي. مسؤلین دغه راز د ادارې ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې د وضعیت ښه کېدو تر مهاله په کورونو کې پاتې شي.
د دغه ټلویزیون مشر زلمي لطیف بي بي سي ته وویل، دوی اوس له ښځینه کار کوونکو هم د ژوند خوندیتوب په موخه کورونو کې د کېناستو غوښتنه کړې او ور ته ویلي یې دي تر هغه چې د حکومت لخوا دوی ته د امنیت ساتنې پوره ډاډ نه وي ورکړل شوی، دفتر ته دې د کار لپاره نه ورځي.
بل لور ته د افغانستان ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی مسؤلین وايي، د یاد ټلویزیون د مسؤلینو پرېکړه ناقانونه ده او د امنیتي ګواښونو له کبله باید ښځې د کار له حقه محرومې نه شي.

د عکس سرچینه، ENIKASS
څلور ورځې مخکې د انعکاس ټلویزیون د دوبلې برخې درې کارکونکې په جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسلوالو له لوري په دوو بېلو بریدونو کې په داسې حال کې ووژل شوې چې مازیګر مهال له دفتره کورونو ته پر لار وې.
څو میاشتې مخکې هم د ملاله میوند په نوم د دغه ټلویزیون یوه بله کارکوونکې ناپېژاندو وسلوالو په ډزو وژلې وه.
په ننګرهار کې د انعکاس ټلویزیون د دغو څلورو ښځینه ژورنالیستانو د وژلو مسؤلیت داعش ډلې منلی.
بل لور ته ني یا د ازادو رسنیو ملاتړي ادارې مشر مجیب خلوتګر وايي، په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د رسنیو ۱۴۰ کار کوونکي او خبریالانو وژل شوي، چې په وینا یې ۳۰ تنې یې خبریالاني دي.
ښاغلي خلوتګر زیاتوي د ناامینو له امله د افغانستان له رسنیو د ښځینه خبریالانو لېرې کېدل به په راتلونکي کې د بیان ازادۍ په برخه کې ناوړه پایلې ولري.

د عکس سرچینه، .
ښاغلی خلوتګر وايي، د دوی د شمېرو له مخې په تېرو شپږو کلونو کې د بېلو لاملونو او په ځانګړي ډول د امنیت نشتوالي له امله په افغانستان کې شاوخوا ۹۰۰ ښځینه خبریالانو دندې پرېښې دي.
په افغانستان کې د وروستیو ناامنیو او هدفي وژنو له امله یو شمېر خبریالان او مدني فعالان د سر خوندیتوب په موخه بهر ته تللي او ځینې نور بیا نسبتاً امنو سیمو ته تللی دي.



















