د دهلې بند پر وړاندې خنډونه لیرې شوي، د جوړېدو چارې یې ژر پیلېږي

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

کندهار کي ځايي چارواکي وایي د دهلې بند پروژې پر وړاندې ټول هغه خنډونه لیرې شوي، چې د دې پروژې د پراختیایي پلان مخه یې نیولې وه.

تر ټولو لوی خنډ د هغو لسګونو کلیو او زرګونو جرېبه کرنیزو ځمکو استملاک او د بدیلې ځمکې موندل وو.

د دې پروژې د پلي کېدو لپاره د اسیا پرمختیایي بانک او نړیوال بانک د ۶۰۰ میلیون ډالرو د مرستې اعلان کړی او تمه کېږي، چې د روان ۲۰۲۱ کال نیمایي کې به د پروژې عملي چارې پیل شي.

د چارواکو په خبره، د دې پروژې په پلي کېدو به د اوبو د زېرمه کولو وړتیا درې برابره لوړه او پر مټ به یې زرګونه جرېبه تازه ځمکې خړوبي شي.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی محبوب له څلوېښت متره ژورې څاه په ډیزلي ماشین اوبه راپورته کوي او پر ځمکه یې لګوي .

محبوب، چې پر لس جرېبه ځمکه یې په دې تمه للمي غنم کرلي، چې ورښت به وشي، خو هغه وایي د وچ اوبۍ له کبله یې کارېزونه وچ او اوس اړ دی په برمه یې خړوبه کړي.

ډنډ د کندهار له هغو اووو ولسوالیو یوه ده چې اوسېدونکي یې خپلي کرنیزې ځمکې د دهلې بند په اوبو او یا کارېزونو خړوبوي.

ددې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي کارېزونه او ویالي یې د دهلې بند په اوبو ابادي وې، خو وروستیو کلونو کې یې کارېزونه وچ شوي او تر ځمکې لاندې اوبه هم مخ په کښته کېدو دي.

د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی ملک توریالی وایي پخوا به یې کال کې یوولس میاشتې اوبه درلودې او درې فصله به یې کرنه کوله:

"چې کال آباد وي شپږ میاشتې اوبه لرو او که کال ناآباده وي لکه اوس هېڅ اوبه نه لرو ټول په ماشین خړوبېږي، چې اخره ورځ حساب وکړو هغه د مزدور، تخم ، تراکټور او بزګر لګښت والله که جوړوي".

افغان حکومت نژدې یوه لسیزه کېږي، چې د دهلې بند د پراختیایي پلان د پلې کېدو خبرې او ژمنې کوي.

د هېواد په کچه دغه ستر بند، چې ۶۵ کاله وړاندې یوازې د اوبو زېرمه کولو لپاره جوړ شوی و، د پراختیایي پلان په پلې کېدو سره به یې نه یوازې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا لوړه شي، بلکې د برېښنا د تولید برخه کې به هم ترې کار واخیستل شي.

د کندهار سیندیزې حوزې مشر انجنیر توریالی محبوبي وایي د دهلې بند د پراختیایي پلان پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د ۶۴ لویو او کوچنیو کلیو او ۱۷ زره جرېبه کرنیزو ځمکو د استملاک موضوع وه.

د ښاغلي محبوبي په خبره، دا ستونزه هواره شوې او د ده په ټکو د دهلې بند د ارتفاع لوړولو او د برېښنا د تولید لپاره د توربین لګولو عملي چارې به د روان کال په نیمایي کي پیل شي .

محبوبي وایي "که زموږ د اوبه زېرمه تر ۱۰۰۰ میلیون متر مکعب زیاتې شي یعنې د کاسې ارتفاع دیارلس متره نوره لوړه شي اوسمهال ۱۰۰۰ هکټاره ځمکه خړوبوي هغه مهال به ۲۵۰ زره هکټاره ځمکې د خړبولو وړتیا ولري".

نوموړي همداراز وایي که د اوبو لګولو برخه کې کومې برنامې، چې پام کي دي عملي شي یعنې د اوبه خور لپاره قطري سیستم یا Drip irrigation system جوړ شي بیا نو ۳۵۰ زره هکټاره ځمکه خړوبولای شي.

دغه پروژه کې د اوبو لګولو د سیسټم رغول او کندهار ښار ته د چښاک اوبو رسولو برخې هم شاملې دي، چې دمګړۍ یې عملي چارې روانې دي .

دهلې بند له کندهار ښاره ٤٠ کيلومتره لرې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې ٦۵ کاله وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو په مالي لګښت جوړ شوى دى.

دغه بند پخوا د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لرله، خو اوس یې کاسه په سلو کې ۴۰ له خړو ډکه شوې او د اوبو د زېرمه کولو کچه یې ۳۰۰ میلیونه متره مکعبه ته راټيټه شوې ده.