تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د کورونا ضد واکسینو تطبیق پیل شو
افغانستان کې د کورونا ضد واکسین لړۍ نن سې شنبه (د کب/حوت ۵مه) رسماً پیل شوه.
د کورونا ضد واکسیناسیون د پیل لپاره ارګ کې ځانګړې غونډه جوړه شوې وه چې د دغه واکسین لومړنۍ پیچکارۍ پکې د ولسمشر محمد اشرف غني او نورو ګډونوالو په حضور کې د رسنیو او امنیتي سکتور د برخې کارکوونکو ته ولګول شوه.
چارواکي وايي د دغه کمپاین په لومړي پړاو کې ۲۵۰ زره کسانو ته ۵۰۰ زره زرقه واکسین لګول کېږي چې د هند حکومت افغانستان ته ورکړې دي.
د افغانستان ولسمشر په دې غونډه کې د کورونا ضد واکسیناسیون دا لړۍ "یوه ستره ازموینه" وبلله او د ټولنې له ټولو اقشارو یې وغوښتل چې د واکسین په "عادلانه وېش" کې له عامې روغتیا وزارت او حکومت سره همکاري وکړي.
هغه له دولتي ادارو، مدني بنسټونو او دیني عالمانو هم وغوښتل چې د واکسین لپاره ذهنیت جوړونه کې مرسته وکړي.
ښاغلي غني دلته دا هیله هم وښوده چې د دویم پړاو واکسین د ترلاسه کولو لپاره به د دوی هڅې چې ۴۰ سلنه خلک به پکې واکسین شي، ژر یوې پایلې ته ورسېږي.
کابل کې د هند سفیر رودرېندرا ټنډن هم د په دې پروګرام کې حضور در لود او ژمنه یې وکړه چې هېواد به یې له افغانستان سره د یوه دوست او ستراتیژیک ملګري په توګه د کورونا وبا په لمنځه وړلو کې نوره همکاري هم وکړي.
افغانستان کې کورونا
افغانستان کې د کورونا واکسین داسې مهال پیل شو چې پوره یو کال وړاندې پر همدې ورځ هرات کې د دغه وېروس لومړنی پېښه ثبت شوې وه.
چارواکو هغه مهال ویلي و چې دغه کس د ایران له قم ښار راګرځېدلی.
د رسمي شمېرو له مخې له هغې را وروسته تر اوسه افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ټولټال ۵۵ زره ۶۴۶ پېښې ثبت او ۲ زره ۴۳۵ کسان ترې مړه شوي دي.
خو د عامې روغتیا وزارت وايي افغانستان کې پر کورونا وېروس د ټولو اخته او په دې ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي، ځکه دوی یوازې د هغو کسانو شمېر خپروي چې روغتیايي مرکزونو ته ورغلي وي.
په داسې حال کې چې افغانستان کې د کورونا ضد مبارزې د مدیریت په څرنګوالي نیوکې کېدې او د دغه کار لپاره په ځانګړو شویو پیسو او بودیجه کې د پراخ فساد تورونه لګول شوي، ولسمشر غني نننۍ غونډه کې وویل: "دغه فاجعه چې نړۍ یې له پښو وغورځوله، افغانستان کې په ښه توګه مدیریت شوه."
هغه وویل په منظمو پروګرامونو سره مو وکولی شول چې "هم خپله ټولنه خوندي کړه او هم اقتصاد وساتو".
نوموړي له کورونا ځپلو سره د مرستو لپاره د ډوډۍ د ویش او د ملي دسترخوان په نوم د پروګرام ننګه هم وکړه.
د افغانستان ولسمشر د ازبکستان، ترکمنستان، ایران او پاکستان مننه وکړه چې د سیمه ییزې همکارۍ له مخې یې د کورونا په سخت پړاو کې افغانستان ته لارې پرانیستې پرېښودې او په دې توګه د افغانستان بازارونو کې د توکو کمښت احساس نه شو.
ولسمشر غني د کورونا ضد واکسین د پیل دې غونډه کې وویل د هغو روغتیايي کارکوونکو په یاد یې د یوه څلي د جوړېدو امر کړی چې افغانستان کې یې د کورونا وبا پر وړاندې مبارزې لپاره ځانونه قرباني کړي دي.