افغانستان کې صرافانو اعتصاب پای ته ورساوه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې
دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

دوی دا پرېکړه تېر ماښام ولسمشر محمد اشرف غني سره تر لیدو وروسته کړې ده. ارګ وايي ولسمشر غني په دې لیدنه کې د صرافانو ستونزې اورېدلې او ژمنه یې کړې چې حل ته به یې لارې چارې لټوي.

د صرافانو سراسري شورا رئیس مير افغان ساپي په دې لیدنه کې غوښتنه کړې چې د صرافانو انفرادي جوازونه تمدید او د انفرادي او شرکتي جوازونو ترلاسه کول اختیاري شي.

صرافان دا راز ویلي چې د امنیتي ستونزو، د برېښنا د کموالي او انټرنیټ ته د نه لاسرسي له امله نه شي کولی خپل انفرادي جوازونه پر شرکتي جوازونو بدل کړي.

خو ولسمشرۍ مانۍ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د افغانسان بانک سرپرست اجمل احمدي په دې ناسته کې یو ځل بیا د پیسو سپینولو او د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي قانون په عملي کېدو د ټینګار ترڅنګ وویل صرافان باید شرکتي جوازونه واخلي او دوی چمتو دي چې په دې برخه کې ورته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د صرافيو فعاليت

صرافانو دوو اوونۍ وړاندې له دې کبله کاري اعتصاب پیل کړ چې د افغانستان بانک پرېکړه وکړه چې صرافیانې باید تر دې وروسته خپلې چارې د پولي خدمتونو د شرکتو په بڼه په مخ یوسي.

د افغانستان بانک د رسنیو د برخې مشر عصمت الله کوهسار ویلي و:

"دا پروسه ۲۰۱۵ کال راهيسي د تطبيق په حال کې ده او د دې پروسې د تکميل لپاره ۲۰۲۰ کال وروستی نېټه ټاکل شوې وه".

په بسونو، بازارنو او روغتونونو کې کارېدلي نوټونه باید په اوونۍ کې دوه ځله پاک شي

د عکس سرچینه، Getty Images

د صرافانو ټولنې بیا ویل چې د ډېرو صرافانو بانکي حسابونه تړل شوي او نه شي کولای له بانکه پیسې واخلي.

دوی دا ګواښ هم کړی و چې که ستونزې یې حل نشي خپلې پانګې به له افغانستان وباسي.

د صرافانو کاري اعتصاب خلک او د افغانستان کمزوری بازار او اقتصاد له ستونزو سره مخامخ کړي وو.