افغانستان کې د خوراکتوکو او سونتوکو بیه پورته شوه

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د افغانستان ځینې برخو کې د بارګاډو د موټروانانو او صرافانو د کاربندیز او اسلام کلا کې د تېرې اونۍ د اور لګېدو له امله دغه هېواد کې د مختلفو خوراکتوکو او سونتوکو بیه هم پورته شوې ده.

له نږدې دوو اونیو راهیسې د بارګاډو موټروانانو د هغه څه له امله اعتراض کړی چې دوی یې د پولیسو له خوا شوکې یا بې قانونه پیسې بولي.

له همدې امله کابل کې د ګاز بیه له پنځوس تر سلو افغانایو پورته شوې ده او وېره ده چې نوره هم زیاته شي.

د کابل د احمدشاه بابا مېنې یو دوکاندار اعجازالحق نیازي وايي، د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي:

"ښه اوړه مو ۱۶۲۰ خرڅول اوس ښه اوړه منډوي کې را کوي په ۱۸۳۰ او همداسې غوړي مخکې ۱۳۸۰ خرڅېدل خو اوس ۱۶۳۰ منډيي کې دي او بوره پخوا په ۲۰۱۰ وه اوس ۲۱۵۰ ده.

د افغانستان سوداګرۍ خونې فدراسیون مرستیال خان جان الکوزي د بي بي سي خبریال ابراهیم ساپي ته وویل، وروستیو ورځو کې د ټولو لومړنیو توکو بیه چټکه پورته شوې ده.

د نوموړي په خبره، د بیو لوړېدل درې دلیلونه لري: "د بارګاډو د موټروانانو کاربندیز له امله د توکو لېږد بندېدل، دویم د صرافانو کاربندیز دی چې سوداګر پیسې لېږلی نه شي او دریم هم اسلام کلا بندر کې اور دی چې له ایران د توکو لېږد ور سره بند شو."

د نوموړي په خبره، یوه اونۍ مخکې د ځینې توکو بیه لس سلنه لوړه شوې وه اوس تر دوه سوه سلنې ته پورته شوې ده.

د ښاغلي الکوزي په خبره، که د دې ستونزې د حل لپاره حکومت سملاسي ګام پورته نه کړي، نو وېره شته چې دا ستونزه نوره هم ډېره شي.

د ټرانسپورټ ټولنې سره د اندرابي لیدنه

د کورنیو چارو وزیر ټرانسپورټ ټولنې سره.

د عکس سرچینه، AIM

د عکس تشریح، د کورنیو چارو وزیر ټرانسپورټ ټولنې سره.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي پرون وویل چې له دې وروسته به پر لار د موټروانانو ستونزې ته پخپله رسیدګي کوي.

نوموړي د ټرانسپورټ ټولنې سره نن لیدنه هم درلوده او ژمنه یې کړې چې پر لویو لارو به د پولیسو له خوا له دوی د پیسو اخیستلو ستونزه اواره کړي.

د کورنیو چارو وزارت د فیسبوک پاڼې له مخې ښاغلي اندرابي دا هم ویلي چې ولایتي امنیه قومندانان یې ګومارلي چې پر لویو لارو ستونزې اوارول خپل کاري لومړیتوب کړي او د هرې ورځې د کار رپوټ ور سره شریک کړي.

د افغانستان د صنایعو او پانګونې خونه وايي، د هغو توکو بیه هم لوړه شوې چې په کور د ننه تولیدېږي، خو خام مواد یې له بهر وارېدېږي.

خان جان الکوزی وايي، کوم خام مواد چې فابریکو ته راتلل هغه اسلام کلا کې وسوځېدل او بیا چې دا توکي دې فابریکو ته رسېږي، نو میاشتې وخت به ونیسي.