ولسمشر غني: ۶۰ سلنه نړیواله مرسته له دولتي بودیجې بهر لګول شوې

د عکس سرچینه، Arg
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ۶۰ سلنه نړیواله مرسته له بودیجې اېستل شوې ده. نوموړي د پنجشنبې په ورځ (فبروري ۱۸) کابل کې د جنیوا غونډې د ژمنو د پلي کولو او څارلو غونډه کې وویل، دا ننګونه د نړیوالې ټولنې نه بلکې د افغان حکومت ده:
" د دې په ځای چې نیوکه وکړئ، بودیجه رڼه کړئ، اغېزناکه یې کړئ او ملي پروژې حساب ور کوونکې کړئ، پیسې بېرته راځي."
نوموړي د حکومت پر لګښت کې پر سپما ټینګار وکړ او ویې ویل باید ډېر کار له کورنیو سرچینو واخیستل شي، عادي بودیجه کمه او پراختیايي بودیجه ډېره شي.
له افغانستان سره د مرستو لپاره جنیوا غونډه د تېرې لندۍ میاشتې لومړیو کې جوړه شوه او نړیوالې ټولنې پکې له افغانستان سره د څلورو کلونو لپاره د ۱۳ میلیارد ډالرو مشروطې مرستې ژمنه وکړه.
له فساد سره مبارزه، ګمرکونو کې روڼتیا، د عوایدو ټولول، د مالیې سیستم برېښنايي کول، ګومارنو کې وړتیا ته پام، د ښځو پیاوړتیا او د دوی ډېر ګومارل له نړیوالې ټولنې سره دې ناسته کې د افغان حکومت ژمنې وې.
ولسمشر غني نننۍ غونډه کې وویل، چې حکومت د دې ژمنو د پلي کولو لپاره خپلې موخې ټاکلې دي.
ولسمشر غني وویل، افغان ملت فاسد نه دی او یو اقلیت چې فساد کوي باید اجازه ور نه کړل شي چې د ملت راتلونکی تبا کړي.
د هغه په خبره، فساد د عامه شتمني لوټل نه دي بلکې د افغانستان د راتلونکو نسلونو راتلونکی لوټل دي:
"ځکه فساد د زغملو نه دی، هم د سیستم جوړولو له مخې او هم د عدلي او قضايي تعقیب له مخې موږ کلک چلن کوو".

د عکس سرچینه، Getty Images
نړیواله ټولنه له کلونو راهیسې پر افغان حکومت غږ کوي چې د فساد سره مبارزه وکړي او افغان حکومت هم دې برخه کې مختلفې ادارې جوړې کړې دي، خو لا هم فساد کېږي.
ولسمشر غني نننۍ غونډه کې هم وویل، چې له دې ښکارندې (پدیدې) سره د مبارزې لپاره له درنو جرمونو سره مبارزې اداره مجهزه شوه، عدلي او قضايي سیستم او څارنوالي بنسټیز ډول اصلاح شول.
افغانستان کې د حکومتي چارو د چټکتیا او فساد سره د مبارزې لپاره پر برېښنايي حکومت هم ټینګار کېږي.
ولسمشر غني خپلو خبرو کې هم وویل، هڅه کوي حکومتي سیستم ډیجیټل شي:
"د پیسو ور کړې سیستم الیکتریک شوی، څلورو میاشتو کې معاشونه الیکترونیک کېږي. لوی بدلون راځي. مالي او اداري شکل بنسټیز ډول بدلېږي.هر څوک چې له حکومت سره سروکار لري له هر بانک به تادیات اجرا کولی شي".
هغه دا هم ووویل د برېښنايي تذکرو چارې چټکې کېږي او دې سره د فساد مخنیوی کېږي او هره ورځ ۲۵ زره تذکرې وېشل کېږي:
"د افغانستان د ډیجیلیتوب پلان ایجادېږي او موخه هم ډیجیټلي دولت، ډیجیټلي اقتصاد او ډیجیټلي ټولنې لرل دي. دا فساد سره مبارزه د ټولو اغېزناک لار ده او انسان چې له انسان سره مخ په مخ نه وي نو بنسټیز بدلون راځي".
تورغونډۍ کې د فساد په تور د څلورو چارواکو نیول

د عکس سرچینه، Social Media
له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د هرات تورغونډۍ بندر څلور چارواکي یې د مالي فساد په تور نیولي او کابل ته یې لېږدولي دي. په نیول شویو کې د بندر مشر، مالي کارپوه، د عوایدو مدیر او د بیلانس مدیر دي.
د کورنیو چارو وزات وايي، دا کسان تېره ورځ (چارشنبه) له درنو جرمونو سره د کورنیو چارو وزات د مبارزې پولیسو نیولي دي.
دغه وزارت نیول شوي د بندر جګپوړي چارواکي یاد کړي چې وايي د مالي فساد د اسنادو لیدلو پربنسټ یې نیولي دي.
وړاندې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په امر د هرات تورغونډۍ بندر د عوایدو څرنګوالي ارزولو لپاره یو پلاوی استول شوی و.
د دغه پلاوي موندنو ښودلې وه چې په تېرو څو کلونو کې هلته راغونډ شوي عواید سلګونه میلیونه افغانیو ته رسېږي چې دې تورنو کسانو په بډو وهلي دي.
تېر جولای هم په افغانستان کې د فساد ضد سفیرانو ډلې د هغه څه په اړه اندېښنه ښودلې چې دوی یې د فساد ضد هڅو پیکه کېدل بولي.
دغې ډلې له حکومت وغوښتل چې د فساد ضد هڅې د سمونونو د اجنډا سر ته راولي.
دا اندېښنې د یوناما له کلني راپور وروسته څرګندې شوې چې پکې په افغانستان کې د فساد ضد اوږدمهالو تګلارو پلي کېدو او د د دغه هدف لپاره د بنسټونو په رغېدو کې په بیا بیا ځنډ اندېښنه ښودل شوې.





















