تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان صنایعو او کانونو خونه د هر ډول توکو د بیې لوړېدو اندېښنه ښيي
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه اندېښنه ښيي چې د هرات د اسلام کلا ګمرک د اور لګېدنې او په ځینو ولایتونو کې د باري موټرو د چلوونکو له اعتراضونو سره به د هر ډول توکو بیې نورې هم لوړې شي.
اسلام کلا کې د اور لګېدو له امله تر یوې اونۍ افغانستان ته د توکو لېږد بند شوی او ځینې لویو لارو کې موټروانانو د هغه څه له امله اعتراض کړی چې دوی یې د پولیسو له خوا شوکې یا بې قانونه پیسې اخیستل بولي.
د ټرانسپورټ د دې ځنډ له امله هرات، کابل او په ځینو نورو ولایتونو کې د ګاز او خوراکتوکو د بیو د لوړوالي خبر ورکړل شوی دی.
د کابل ښار ځینې سیمو کې د ګاز بیه تر اویا او اتیا افغانیو پورته شوې، خو پخوا یو کیلو ګاز ۵۵ افغانۍ و.
د صنایعو او کانونو خونې اجرایوي مشر رحیم الله سمندر وايي چې د موټروانانو د اعتراضونو او د اسلام کلا ګمرک اورلګېدنې له امله د افغانستان د کورنیو فابریکو خام مواد هم کم شوي دي چې په کورنیو تولیداتو یې پراخ اغېز کړی.
ښاغلي سمندر د بي بي سی خبریال ندیم اشرف سره مرکه کې زیاته کړه، اسلام کلا کې اور لګېدو لوی تاثیر پر کورني تولید او خوراکتوکو او ټول کې د ټولو توکو پر پیدا کېدلو کړی دی:
"د تېلو څو چاڼځي هرات کې دي او د دې فابریکو ډېر خام مواد د اسلام کلا اور کې سوځېدلي دي، نو هغه تېل چې زموږ فابریکو تولیدول او افغانستان کې یې پلورل او ډېر مقدار و، دلته سوځېدلي دي. "
نوموړي اندېښنه وښوده چې د اسلام کلا اور سره هممهال افغان ټرانسپورټ مختلفو ولایتونو کې لاریونونو سره د دې خطر شته چې راتلونکو څو اونیو کې ټول افغانستان کې د خوراکتوکو بیې لوړې شي، د تولیدي فابریکو مواد ونه رسېږي او زموږ تولید اغېزمن شي.
د سوداګرو اعتراض
په افغانستان کې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د هرات او کابل ترمنځ د لویې لارې ځینو برخو کې د باري موټرو تګ راتګ د اعتراض په توګه بند شوی دی.
د زرګونو باري موټر څښتنان او سوداګر ادعا کوي چې پر لویو لارو پولیس ورنه پیسې اخلي. دوی له حکومته غوښتيچې ژر تر ژر دې دا ستونزه حل کړي.
په ځینو ولاړو باري ګاډو کې سوداګريز توکې په تېره تازه مېوې او ترکارۍ د ورستېدو په حال کې دي.
له دې سره نه یوازې په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي، بلکې په زرګونو مسافر هم د لارو د خلاصېدو په تمه دي.
د محب الله امیري په نامه یو مساپر چې له غزني څخه کابل ته رسېدلی وايي قهرجنو معترضینو شپه او ورځ په همدې لاره اړولي او موټرونو ته هم د تګ اجازه نه ورکوي.
د نوموړي په وینا یوازې هغه واړه موټر تللای شي چې په کې ناروغان، ښځې او ماشومان سپاره وي.
په کندهار ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي وايي، سوداګر له حکومته غواړي چې دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي. د هغه په خبره د دغه وضعیت دوام کولای شي د هېواد اقتصاد فلج او له پښو غورځولای شي.
"پولیس رشوت غواړي، ځکه مو موټر درولي"
دغه معترضین په لویو لارو کې پولیس په زور او ناقونونه توګه د پیسو په اخیستلو تورنوي.
هغوی وايي له کندهاره تر کابله او بیا له بلخه تر کابله په لارو کې امنیتي پوستو ته پیسې ورکوي، او که څوک ورته پیسې ورنه کړي نو بیا یې پولس وهي ډبوي او بد رد ورته وايي.
حاجي نعمت الله الکوزی چې د معترضینو په استازیتوب خبرې کوي وايي، تر هغې چې دا ستونزه نه وي هوراه شوې دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي د لویو لارو په اوږدو کې له موجودو ستونزو خبر دي او د هواري په موخه به يې ګامونه واخلي، خو د څه باندې یوې اونۍ په تېرېدو سره لا هم د درېدلو بار وړونکو موټر برخلیک نه دی مالوم.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین دوه ورځي وړاندې يي بي بي سي ته ویلي وو، د کورنیو چارو وزارت به هڅه وکړي چې دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي او هغه کسان چې په ناقانونه توګه له موټر چلوونکو پیسې اخلي عدلي او قضايي ادارو ته به يې ور وپېژني.