افغانستان او هند د ۲۸۶ میلیون ډالرو په ارزښت د شاتوت بند پروژه لاسلیک کړه

د عکس سرچینه، HINDUSTAN TIMES/GETTY IMAGES
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړی وزیر نرېندر مودي د سې شنبې په ورځ( د فبرورۍ ۹) ویډیو کانفرنس کې د ۲۸۶ میلیون ډالرو په ارزښت د شاتوت بند د جوړولو پروژه لاسلیک شوه.
د کابل ولایت چار اسیاب ولسوالۍ للندر سیمه کې جوړېدونکی شاتوت بند ١٤٦ ميليون مکعب متر اوبه زيرمولى او د کابل نږدې دوه میلیون وګړو ته اوبه برابرولی شي.
ولسمشر غني له نرېندر مودي سره ویډیو غونډه کې د شاتوت بند جوړېدل مهم وبلل او زیاته یې کړه چې دې سره به د کابل د خلکو د اوبو سختې اړتیا پوره کېدو کې مرسته وشي:
ولسمشر غني د هند مننه وکړه چې د ده په خبره، د افغان ولس او حکومت ملاتړ کوي:
"زه د کابل او افغانستان د ولس په استازۍ د هند مننه کوم چې افغانستان ته د اوبو ډالۍ وړاندې کوي."
په دې غونډه کې د هند لومړي وزیر د شاتوت بند پروژې ته په اشاره وویل:
"د شاتوت بند چې نن یې موږ یې لاسلیکوو، دا به د هند افغانستان د ملګرتیا یوه مضبوطه نښه وي. شاتوت بند به د کابل خلکو ته اوبه برابرې کړي. "
د نوموړي په خبره، هند تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د اصلي مرستندویانو ډلو کې دی او د افغانستان د بېخ بنسټو، وړتیا زیاتولو، کرنه، زدکړه او روغتیا کې یې مختلفې پروژې پلې کړې دي.
نوموړي خپلو خبرو کې د زرنج-دلارام سړک جوړولو او سلما بند جوړولو او د افغان پارلمان جوړولو یادولو سره وویل، چې دا ډول چارو سره د هند او افغانستان دوستي زیاتېږي.
دواړو مشرانو د ویډیو کانفرنس له لارې د خپلمنځي همکارۍ پر زیاتولو ټینګار وکړ.
وروسته د هند د بهرنیو چاو وزیر اېس جي شنکر او د هغه افغان سیال حنیف اتمر دا تړون لاسلیک کړ.
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د شاتوت بند پروژې غونډه کې د ولسمشر غني او ښاغلي مودي وینا ستایلو سره خپل ټوېټر کې زیاتوي:
"هند یو ځل بیا خپلې مهربانۍ او سخاوت سره د افغانستان سره د اوبه خور، د څښاک اوبو او طبیعت ځوانولو کې مرسته وکړه. داسې ملګرتیا چې ګټه یې ډېره ده. "
شاتوت بند

د عکس سرچینه، NWAR
شاتوت بند د کابل ولایت د چاراسیاب ولسوالۍ په للندر غرونو کې دی.
د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وايي، پر شاتوت بند به څو ورځو کې کار پیل شي او تر شپږ کلونو به جوړ شي.
د دې ادارې په خبره، دا بند به ۹۲ متره لوړ وي او ۶۰ متره پلن والی به ولري او په شپږو کلونو کې به يې د رغونې چارې بشپړې شي.
د اوبو مدیریت هڅې

د عکس سرچینه، Science Photo Library
د افغانستان نږدې اویا سلنه اوبه بهر په تېره پاکستان او ایران ته بهېږي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني اوبه د خپل هېواد عزت یا ابرو بولي او له کلونو راهیسې یې د مدیریت خبره کوي.
ولسمشر غني په افغانستان کې د شلو بندونو جوړولو خبره کړې چې پر ځینو یې کار پیل دی او ځینې بشپړېږي.
تېره اونۍ افغان چارواکو د نیمروز کمال خان بند کې د اوبو ټولېدو خبره وکړه.
کمال خان بند په نږدې درې کلونو کې د افغان حکومت د پرمختیايي بودیجې پر دوه سوه میلیون ډالرو جوړ شو.
ولسمشر غني د دې بند جوړېدل د ۷۰۰ کلونو خوب ریښتیا کېدل بللي دي.
د افغانستان محلي ارګانونو ادارې د دوشنبې په ورځ( د فبرورۍ ۸) وویل، د پلازمېنې کابل په شکردره ولسوالۍ کې د اوبو او برېښنا بند شاه عروس کې تر راتلونکو دوو میاشتو یا د راتلونکي حمل پورې اوبه ټولېدل پیلېږي.
د دې ادارې په خبره، شاه عروس بند یو اعشاریه دوه میګاواټ برېښنا او له ۲۷۰۰ تر ۳۵۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او هم خلکو ته پر کار برابرولو سربېره د سیمې او کابل ښار اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابروي.
د دې بند لګښت ۴۸ اعشاریه ۱۶ میلیون ډالر اعلان شوی چې ۳۵۰۰ کورنۍ به نېغې ترې ګټمنې شي.
افغان اوبه او د هند لېوالتیا

هند ترې دې مخکې هرات کې د نږدې ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت سلما بند هم جوړ کړی او شاتوت یې د بندونو برخه کې دویمه هڅه ده.
د ۲۰۱۸ کال نومبر کې د فارن پالیسي د رپوټ له مخې افغانستان کې د هند په مرسته د ١٢ بندونو جوړولو ارزونه شوې چې ١١٧٧ ميگاواټ برېښنا توليدولى شي.
خو افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو کې د هند پانګونې ته پاکستان په شک ګوري، ځکه د هندوکش له څوکو بهېدونکی او نږدې ۷۰۰ کیلومتره اوږد کابل سیند افغانستان او پاکستان کې د میلیونونو خلکو لپاره د څښاک او کرنې اوبه برابروي، ځکه پر دغه سیند افغانستان کې بندونه پاکستان اغېزمنولی شي.
پر کابل سیند د شاتوت بند جوړېدل هم د پاکستان غوندې يوه هېواد لپاره ځکه گواښ دى چې پر کرهنه تکيه دى.
د نړيوالو سرچينو انسټېټيوټ رپوټ وايي پاکستان به د ٢٠۴٠ م کال را رسېدو سره د سيمې داسې يو هېواد شي چې تر ټولو ډېر د اوبو له کمي سره مخامخ وي.





















