تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني د ننګرهار ۱۵ ولسوالیو کې نوي ولسوالان وګومارل
- Author, ذبیح الله رحیمزی
- دنده, ننګرهار
- د خپرېدو وخت
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه بېساري حکم کې د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت پنځلسو ولسوالیو لپاره نن یکشنبه (۷ فبروري) نوي ولسوالان ګومارلي دي. دا لومړی ځل دی چې په یوه ورځ او یو ځای د یو ګڼ مېشتي ولایت لپاره دا شمېر نوي ولسوالان ګومارل کېږي.
له تېرو څو کلونو راهیسې د ياد ولايت اوسېدونکو نیوکه کوله چې د دې ولايت ډېری ولسوالان له نژدي لسو کلونو راهيسې نوي شوي نه دي چې امله يې د دوی ښه استازولي نه ده شوې.
دوی په ځلونو ځلونو د ولسوالیو په کچه د بدلون غوښتنه درلوده همدا چې ولسوالان کلونه کلونه دندې مخې ته وړي، په خپلو سيمو کې بريالي ثابت شوي نه دي او د زده کړو، تجربې او ښې پېژندگلوۍ پر ځای د برخو په بنسټ يې څوکۍ ټينګې کړې دي.
د بهسود، دره نور، ښېوې، مومندرې، غني خېلو، نازيانو، دوربابا، سپين غر، لالپورې، بټي کوټ، پچيراګام، رودات، سره رود، خوږياڼو او شېرزادو ولسوالیو لپاره ټاکل شوي نوي ولسوالان نن په يوه ولسي غونډه کې خلکو ته ور وپېژندل شول.
ځایي چارواکي وایي، د ښې حکومتولۍ په موخه د نويو ولسوالانو د ګومارنې بهير کې تازه په دندو ګومارل شوي ولسوالان یې د زده کړو، ښې مخينې او نوي فکر لرلو په بنسټ غوره کړي دي.
د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وويل، نوي ولسوالان د حکومت د ښې استازولۍ، فساد سره مبارزې او سيمه کې د بدلون په ژمنه ولسوالیو ته لېږي.
نوموړی وويل دغو ولسوالانو ته په خطاب کې وويل، "هيله ده چې د ولس او حکومت ترمنځ واټن راکم کړئ. هیله من یم چې د نظام سالمه نمايندګي وکړئ. دا يو امانت دی، هیله ده دې امانت سره خيانت ونکړئ".
که څه هم ننګرهار کې له دې وړاندې په یوه وار تر پنځو نوي ولسوالان ګومارل شوي او کله ناکله له يوې ولسوالۍ بلې ته بدل شوي خو دا لومړی وار دی چې په دومره لوی شمېر کې نوي ولسوالان ګومارل کېږي.
د ننګرهار ځايي اوسېدونکي له دې پرېکړې خوښ دي او په ورته مهال د څېرو نوي کېدو سره د کار او تغیراتو تمې لري.
د ننګرهار يو اوسېدونکی فريد رضايي وايي، "دا ښه پرېکړه وشوه. موږ له څو کلونو د بدلون غوښتنه کوله. دلته ولسوالانو بېخي دا څوکۍ پخې نيولې وې. اوس په کار ده چې دا نوي ولسوالان چې ډېر یې ځوانان دي، بايد د خلکو د هوساینې لپاره مټې را بډ وهي او کار وکړي".
ننګرهار ۲۲ ولسوالۍ لري، خو د پاتي ۷ ولسوالیو ولسوالان په خپلو ځايونو پرېښودل شوي دي. که څه هم د افغانستان د سيمه یيز ارګانونو اداره وايي، د ډېرو ولسوالیو ولسوالانو ګومارنه د ازادې سيالۍ په پايله کې ګڼي، خو ځينې خلک وايي داسې نه دي شوي او داسې ولسوالۍ شته چې ولسوالان یې له لسو کلونو راهيسې دندې مخې ته وړي.