د اروپايي ټولنې کمشنر: افغانستان د کورنۍ جګړې له خطر سره مخامخ دی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د اروپايي ټولنې کمشنر یانیز لینارچیچ ویلي افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتیدو سره دغه هېواد د کورنۍ جګړې له خطر سره مخامخ دی.

د اروپايي ټولنې د کړکیچ اداره کولو کمشنر یانیز لینارچیچ له افغانستانه د لیدنې پرمهال ویلي د دې امکان شته چې د سولې روانې خبرې له ماتې سره مخامخ شي.

د اروپايي ټولنې دې کمنشر د سولې په اړه د ناهیلي ښودلو ترڅنګ ټېنګار کړی چې ټولې هڅې باید پر دې ورټولې وي چې د سولې روانې خبرې له ناکامۍ سره مخ نه شي.

ینس لنارچیچ چې پرون یې له افغان ولسمشر او نورو چارو سره کتلي ویلي چې د خبرو لپاره باید لومړی شرط اوربند وي.

د افغان دولت مرکچې پلاوي هم له طالبانو سره د خبرو لپاره د اجنډا په سر کې اوربند ته ځای ورکړی خو د رسنیزو رپوټونو له مخې اوربند د طالبانو لپاره د اجنډا په وروستۍ برخه کې ځای نیولی .

د اروپايي ټولنې دې کمشنر ویلي افغانستان کې وروستي بریدونه د اشخاصو پرضد نه بلکې د ارزښتونو او د قانون حاکمیت پرضد دي.

ده ویلي اروپايي ټولنه د خپلواک او د ملي حاکمیت لرونکي افغانستان غوښتونکې ده.

دا څرګندونې په داسې مهال دي چې دوحه کې د سولې روانې خبرې درېدلې او د دواړو پلاوو لیدنه کاته له څه باندې دوه اونیو راهیسې نه دي شوي.

له اړمنو سره مرستې

د ولسمشرۍ ماڼۍ په بیان کې ویل شوي ولسمشر محمد اشرف غني له ښاغلي لینارچیچ سره د افغانستان بیلابیلو برخو ته د مرستو رسولو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي لینارچیچ ویلي د جګړې له امله افغانستان کې مرستو ته د اړو کسانو شمیر تر تیر کال دوه برابره شوی دی.

نوموړي خپل ټوېټ کې هم لیکلي، چې د افغانستان له نیمايي ډېر وګړي یا نږدې ۱۹ میلیونه کسان مرستې ته اړتیا لری:

"د جګړې ښکېل لوري باید د بېړنیو مرستو رسولو کې مرسته وکړي او خلکو ته مرسته رسول باید تر سولې ونه ځنډول شي."

د هدفي بریدونو غندنه

د اروپايي ټولنې دې کمشنر ویلي افغانستان کې وروستي بریدونه د اشخاصو پرضد نه بلکې د ارزښتونو او د قانون حاکمیت پرضد دي.

د نوموړي اشاره د چسپکي ماینونو چاودنې دي چې پکې تر ډېره حکومتي چارواکي، امنیتي ځواکونه، مدني او ټولنیز فعالان او خبریالان په نښه کېږي.

څلور ورځې وړاندې هم افغانستان کې د امریکا سفارت او د اروپايي ټولنې د څو غړو هېوادونو سفارتونو یوه ګډ بیان کې هدفي وژنې، انسان تښتونه او د عمومي بنسټونو نړول غندلي وو.

دې بیان کې ویل شوي چې "طالبان د دا ډول هدفي تاوتریخوالي د ډېری پېښو مسوولیت لري ، خو طالبانو تل دا ډول تورونه رد کړي دي.