افغان حکومت: طالبان د ډرون په ګډون هېڅ ډول الوتکې نه لري

ډرون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په وروستیو کې طالبانو کندوز ولایت د مقام په ګډون په امنیتي مرکزونو او وړاندې په فاریاب کې څو وارې د ډورن کامرو په وسیله بریدونه کړي دي.
د خپرېدو وخت

افغان حکومت وايي طالبان د ډرون په ګډون هېڅ ډول الوتکې نه لري او کله کله له ډرون کامرو کار اخلي چې د نورو بریدونو پرتله لوی ګواښ نه دي. طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ولسي جرګې دفاعي کمېسیون وايي، یوه نیمه میاشت وړاندې یې دفاع وزارت ته د طالبانو د ډرون کامرو د سمبالښت په اړه ویلي وو، خو وزارت ځانګړې پاملرنه و نه کړه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه راپورونه چې ګواکې طالبانو ډرون ته لاسرسی لري ردوي او وايي چې دغه ډله هېڅ ډول الوتکې نه لري او يوازې کله ناکله له ډرون کامرو په بریدونو کې ګټه اخلي.

د دغې شورا ویاند رحمت الله اندړ بي بي سي ته وویل، د طالبانو نورو حملو ته په کتو د ډرون کامرو په مرسته بریدونه لوی ګواښ نه دی:

"طالبان نه ډرون او نه کوم بل ډول الوتکې لري، کله کله د ترهګریزو هدفونو لپاره ډرون کامرې کاروي، چې د دوی د نورو بریدونو په نسبت لوی ګواښ نه دي".

خو د ولسي جرګې دفاعي کمېسیون وايي شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې یې په دې اړه چې طالبان نوې ټیکنالوژي یا د ډرون کامرو په مرسته بریدونه کوي دفاع وزارت ته ویلي و.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون رییس میر حیدر افضلي وايي هغه مهال د دغه وزارت لومړي مرستیال هم ومنله چې په دې اړه یې راپورونه تر لاسه کړي خو د مخنیوي په موخه یې اقدام نه دی کړی.

ښاغلی افضلي وايي سره له دې چې نن د دوی د کار پای ورځ وه دفاع وزارت سره یې په ټیلېفوني اړیکه کې د دغې موضوع سپیناوی وغوښت چې وروسته به یې معلومات شریک شي.

طالبانو په روان کال کې د کندوز د ولایت مقام په ګډون فاریاب او پکتیا کې پر حکومتي هدفونو د ډورن کامرو په وسیله بریدونه وکړل چې وروستۍ هغه یې څلور ورځې وړاندې کندوز ولایت کې د پامیر په ۲۱۷ قول اردو برید و، چې د ملي اردو یوه چورلکه یې پکې له منځه وړې وه.

د قول اردو پرسر ډرون

سرچینو بي بي سي ته هغه مهال وویل، ډرون وسیلې کابو دوه ساعته پر قول اردو څرخېدې خو امنیتي ځواکونه یې په نسکورولو ونه توانېدل، خو د روان کال په اوړي کې بیا یوه له دغو ډرون وسیلو امنیتي ځواکونو نسکوره کړې وه.

پوځي کارپوهان وايي له دغه ډول وسیلو نه افغانستان کې ګټه اخیستنه د یوې ډلې له توانه پورته کار دی او په دې برخه کې تر ډېره ګاونډي هېوادونه ښکېل ګڼي.

طالبان وايي دوی د ډرون درلودو په باب د نظامي محرمیت له امله څه نه شي ویلی.

ډرون کامرې یو له هغو تکتیکونو دي چې په وروستیو کې طالبانو ترې ګټه اخیستې ده.

د تېر کال وروستیو کې د شمالي فاریاب والي نقیب الله فایق ویلي وو، طالبانو په وروستیو کې فاریاب او ځینو نورو سیمو کې د افغان ځواکونو په نښه کولو لپاره کوچنۍ جاسوسي ډرون الوتکې کارولې دي.

ډرون

د عکس سرچینه، NaqibullahFaiq@

د عکس تشریح، وړاندې د فاریاب والي نقیب الله فایق ويلي وو، طالبان د بزبزک په نوم له وسلې هم کار اخلي.

نوموړي دا هم ویلي وو چې طالبان اوس د 'بزبزک' په نوم له وسلې هم ګټه اخلي.

ښاغلی فایق وايي، د جاسوسۍ او یا هم د امنیتي ځواکونو د پوستو فلم اخیستنه چې د ډرون پر مټ کېږي ډېر یې د طالبانو اړوند بهرنيان کوي.

د راپورونو له مخې، طالبان په ځینو نورو ولایتونو کې هم ډرون کاروي. ویل کېدل چې دې ډرون الوتکو د امنیتي ځواکونو پر پوستو کوچني بمونه غورځول.

د ډرون پر مټ تازه برید د افغانستان په سوېل ختیځ پکتیا ولایت په زرمت او میرزکه ولسوالیو کې شوی، د سیمه ییزو سرچینو په خبره پکې لږ تر لږه پنځه پولیس ټپیان شول، خو ملي امنیت شورا ویلي په پکتیا کې د ډرون دغه برید بریالی نه و.

دغه وسیله سره له دې چې عکسونه، ویډیو او ځای معلوموي تر څنګ یې د امنیتي چارواکو او پوځي کارپوهانو په خبره مرمۍ یا بم هم لېږدوي چې دا چاره د طالبانو د هدف تر سره کولو لپاره اسانه چاره ده.