تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کندوز کې د طالبانو برید؛ د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې ضد او نقیض خبرې کېږي
د افغانستان شمال ختیځ ته له کندوز رپوټونه وايي، بېګا وسلوالو طالبانو د دې ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوځکوټ برید کړی دی.
د افغانستان دفاع وزارت د یوې اعلامیې خپرولو سره وايي، د وسلوالو طالبانو دا برید یې په شا کړی او په نتیجه کې ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.
د دې وزارت په خبره، دغه برید کې کې د افغان پوځ څلور سرتېري وژل شوي دي
خو د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي، تېره شپه یې وسلوالو د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ کې دوه پوستې نیولې چې په وینا یې ۲۱ پوځیان پکې وژل شوي دي.
نوموړی خپلو وسلوالو ته د زیان اوښتو خبره ردوي.
خو د کندوز د ولایتي شورا غړی محمد یوسف ایوبي وايي، دې برید کې د دریو ولسي پاڅونوالو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي وسلوالو طالبانو د کندوز ښار په باغ شرکت سیمه کې هم پر افغان ځواکونو برید کړی چې له امله یې ۷ سرتېري وژل شوي او ۲ ټپیان دي.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیلېدو سره مختلفو ولایتونو کې تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی.
ناټو: له افغانستان د وتلو په هکله مو دریځ بدل شوی نه دی
خو له دې تاوتریخوالي سره سره له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل روان دي، مګر د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې په خبرو کې ویلي چې افغانستان کې یې د ځواکونو په هکله دریځ بدل شوی نه دی.
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې په خبرو کې ویلي چې افغانستان کې یې د ځواکونو په هکله دریځ بدل شوی نه دی.
ښاغلي ستولتنبرګ له ولسمشر غني سره تر ټلېفوني خبرو وروسته یوه ټوېټ کې لیکلي: "افغانستان کې د ناټو ځواکونو شتون د دغه هېواد حالت پورې تړلی دی. "
نوموړی زیاتوي، ناټو له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي چې باوري شي دغه هېواد "د نړیوالې ترهګرۍ په خوندي پټنځي بیا نه بدلېږي. "
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم خپل فیسبوک کې ویلي چې افغان ولسمشر او د ناټو سرمنشي د افغان ځواکونو پر ملاتړ او د سولې بهیر په تړاو ټلیفوني خبرې وکړې.
د ناټو د سرمنشي دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې تېره جمعه( د جنورۍ ۱۵) د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرېسټوفر مېلر ومنله چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته کم شوی دی.
د نوموړي په خبره، دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې په دې هېواد کې د امریکایي پوځیانو تر ټولو کم شمېر دی.
د ۲۰۲۰ کال فرورۍ کې له طالبانو سره تر تړون وروسته امریکايي ځواکونه باید د طالبانو د امنیتي ضمانتونو په بدل کې تر سږنۍ مۍ میاشتې له افغانستان پوره ووځي او د دې بهیر ځنډېدل له طالبانو سره تړون په خطر کې اچوي.
خو له افغانستان د امریکايي پوځیانو د وتلو په هکله د افغان حکومت پر اندېښنو سربېره ناټو بیا بیا ویلي چې افغانستان ته په ګډه تللي او په ګډه به مناسب وخت کې ترې وځي.