کندهار کې د ملي امنیت پر ورکشاپ برید؛ 'څلور ځانمرګي بریدګر وژل شوي'

د ویډیو تشریح، د کندهار والي: څلور ځانمرګي بریدګر وژل شوي
د خپرېدو وخت

د افغانستان سوېلي کندهار والي وايي، نن سهار دامان ولسوالۍ کې د ملي امنیت د موټرو پر ورکشاپ موټربم برید شوی چې په وینا یې څوک نه دي پکې وژل شوي.

روح الله خانزاده په یوه وېډیويي کلیپ کې ویلي، سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او تر اوسه څلور ځانمرګي بریدګر له منځه تللي دي.

تر برید وروسته دوه کوچنۍ چاودنې هم شوې او د برید له ځایه درې کسان روغتون ته وړل شوي دي.

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي برید د ملي امنیت پر ورکشاپ شوی.

په ځینو خپرو شویو وېډیوګانو کې سیمه کې ډزې اورېدل کېږي او د برید له ځایه لوګی پورته کېږي.

دا ودانۍ د کندهار د هوايي ډګر په یو کیلومترۍ کې پرته ده.

تر اوسه ددغه برید مسئولیت چا نه دی منلی.

هرات کې د ولسي پاڅون ۱۲ پولیس وژل شي

کندهار
د عکس تشریح، کندهار کې د ملي امنیت پر ورکشاپ د برید له ځایه درې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

بل خوا، د هرات پولیس وايي، تېره شپه طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو د پولیسو پر پوسته برید کړی چې د ولسي پاڅون لږترلږه ۱۲ پولیس پکې وژل شوي.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولیزاده وايي، برید تېره شپه نهه بجې غوریان ولسوالۍ کې شوی دی.

د روانې جنورۍ میاشتې پر ۳مه د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب کندهار ته د سفر پرمهال دغه ولایت ته نوی والي روح الله خان زاده معرفي کړ او پخوانی والي حیات الله حیات له دندې ګوښه شو.

د ښاغلي محب د سفر پرمهال همداشان، د کندهار د ملي امنیت رییس هم بدل شوی و.