کندهار کې چاودنې "لږ ترلږه ۱۶ تنه" وژلي

کندهار چاودنه
د عکس تشریح، د کندهار د پوليسو وياند ضيا درانی وايي، چاودنه ځايي وخت غرمه مهال د کندهار په څلوارلسمه حوزه کې شوې ده
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د افغانستان جنوب کندهار ولايت ځايي چارواکي وايي، په يوه کانتينر کې د چاودېدونکو توکيو د چاودنې له امله لږ ترلږه ۱۶ تنه وژل شوي او ۳۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند ضيا درانی وايي، دغه چاودنه ځايي وخت غرمه مهال د کندهار په څلوارلسمه حوزه کې شوې ده.

د نوموړي په وينا امنیتي ځواکونو اطلاعات ترلاسه کړي وو چې وسله والو چاودېدونکي توکي او مهمات ښار ته داخل کړي او له دغې لارې غواړي چاودنې ترسره کړي.

د ښاغلي دراني په وينا د دغو معلوماتو پر اساس ملي امنيت او پوليسو يو لړ عمليات ترسره کړل او په دوو کانتينرونو کې یې چاودېدونکي توکي وموندل، د لومړي کانتيتر چاودېدونکي توکي يې خنثی کړل خو په دوهم کانتينر کې چاودېدونکي توکو چادونه رامنځ ته شوه.

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

کندهار چاودنه
د عکس تشریح، چارواکي وايي په ټپيانو کې ولسي وګړي شته

د کندهار د والي وياند وایي له دې امله لږ ترلږه ۱۶ تنه وژل شوي چې څلور یې امنيتي سرتېري دي او ۳۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا په ټپيانو کې ولسي وګړي هم شته.

چارواکي وايي امنيتي ځواکونه د پېښې له ځايه پلټنه کوي.

د کندهار د روغتيا رييس عبدالقيوم پخلا وايي، د دې پېښې له امله ۶ تنه مړي او ۳۷ ټپيان چې څلور په کې ماشومان دي روغتون ته وروړل شوي دي.