افغانستان کې ۳۹ شمېره د ګاډو له نمبر پلېټونو ایستل کېږي

۳۹

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د ۳۹ شمېرې د خرافاتي باور او انګېرنو له کبله را ولاړو شویو ستونزو او زیانونو بالاخره د افغانستان حکومت او مشران اړاېستل چې د ګاډو له نمبر پلېټونو د دې شمېرې د اېستلو پرېکړه وکړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن پنجشنبه (مرغومې/جدي ۲۵مه) پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي "د ترافیکو ریاست ته لارښوونه کېږي چې ټول افغانستان کې موټرونو ته د پلېټونو په وېش کې دا شمېره د تل لپاره حذف کړي".

ښاغلي صالح زیاته کړې چې دا موضوع به ژر د افغانستان ولسمشر ته هم وړاندیز شي خو ټینګار یې کړی چې سر له شنبې باید "هېڅوک د ۳۹ شمېرې له کبله لالهاند او د بډو ورکړې ته مجبور نه شي".

امرالله صالح لیکلي "دې خبرداري ته باید جدي پام او اجراات وشي."

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي اورېدلي یې دي چې ځینو خلکو له ۳۹ نمبر پلېټ څخه د تېریدو لپاره ان تر ۳۰۰ ډالرو بډې ورکړې او ګواکې دا موضوع مفسدو او ناغېړو کسانو ته په لنګه غوا اوښتې ده.

د '۳۹' شمېرې خرافاتي باور

د کابل لوېدیځ کې د ترافیکو ریاست

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، د کابل لوېدیځ کې د ترافیکو ریاست

د ریاضیاتو علم کې نهه دېرش (۳۹) یو طبيعي عدد دی چې تر ۳۸ وروسته او تر ۴۰ مخکې راځي - خو افغانستان کې بیا خبره همدومره ساده نه ده.

دلته ډېرو ته دا شمېره د ناموسي ښکنځلو په مانا او د ننګ خبره ده.

ویل کېږي دا حساسیت پخوا یوازې هرات ښار پورې محدود و - خو اوس په ټولو ولایتونو او ښارونو کې عام شوی دی.

افغانستان کې که د موټر پلېټ کې ۳۹ شمېره وي نو بیه یې پرې نیم په نیمه ټیټیږي - ډېر خلک د تلېفون هغه شمېرې چې ۳۹ پکې وي نه کاروي او همدا راز بلاکونو، اپارتمانونو او مارکېټونو کې د ۳۹ شمېرې کور، هټۍ او دوکان له پېرلو او کرایه نیولو هم ډډه کوي.

د ۳۹ شمېرې انګېرنو پر عامو خلکو سربېره دولت هم میلیاردونه افغانۍ زیانمن کړی دی.

په ۲۰۱۴ کال کې کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې '۳۹' شمېرې دولت ته ۱ میلیارد افغانۍ زیان اړولی.

هغه مهال چارواکو ویلي و "۳۹ شمېره نشو حذفولی. دا غېرمنطقي ده چې دوه مهمې شمېرې دې له ټولو قوانینو حذف شي".

حکومت له ديني عالمانو، پوهانو او مدني خوځښتونو مرسته غوښتې وه چې دې خرافاتي باور د حساسیت په کمولو او لمنځه وړلو کې همکاري وکړي.

د ۳۹ شمېر د ناسمو انګېرنو خلاف هڅې او کمپاینونه هم شوي خو دا ستونزه تر اوسه پر ځای ده.

۳۹

د عکس سرچینه، Google

دا ناسمه انګېرنه یوازې په عامو، کم لوستو او نالوستو کسانو پورې هم محدوده نه ده.

په ۲۰۱۱ کال چې پخواني ولسمشر حامد کرزي امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک په اړه د مشورې لپاره لویه جرګه راوغوښته نو دا جرګه په ۴۰ کمېټو ووېشل شوه - خو ګډونوالو د ۳۹مې شمېرې کمېټې له جوړولو ډډه وکړه د هغې پر ځای ۴۱ شمېره کمېټه جوړه شوه.