افغانستان د مولانا د پلار خانقاه او ابو ریحان ته منسوب زیارت بیا رغوي

افغانستان
د عکس تشریح، چارواکي وايي، د مغولو په حملو کې له ورانېدو وروسته دغه خانقاه نه ده رغول شوې.
د خپرېدو وخت

د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، په پام کې لري چې په بلخ ولایت کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار بهاوالدین ولد خانقاه او دغه راز په غزني کې د ابوریحان البیروني مزار بېرته ورغوي.

د یاد وزارت د خپرونو مرستیال عبدالمنان شیوای شرق بي بي سي ته وویل، وزارت یې د دواړو ودانیو بیارغاونې پلان لري.

ښاغلی شیوای شرق وايي، د خانقاه تر څنګ د یوه جومات، موزیم او د کلتوري پروګرامونو او سماع لپاره د یوه تالار جوړولو پلان هم شته.

د نوموړي په وینا هغه څه به دې موزیم کې ساتل کېږي، چې په مولانا پورې اړوند دي.

د تاریخونو له مخې دغه خانقاه د مغولو په تاړاکونو کې ورانه شوې وه او تر اوسه یې د بیارغاونې لپاره چا اقدام نه دی کړی.

افغانستان
د عکس تشریح، چارواکي وايي، ترکیې حکومت کلونه مخکې د خانقاه بیا رغاونې ژمنه کړې، خو تر اوسه یې عملي اقدام نه دی کړی.

اته کاله مخکې د بلخ هغه مهال ښاروال غلام رباني بي بي سي ته ویلي و، ''ترکیې حکومت د خانقاه بیا رغاونې لپاره څلور میلیونه ډالر ځانګړي کړي '' خو تر اوسه یې د بیارغاونې عملي چارې نه دي لیدل شوې.

د مولانا د پلار بهاوالدین ولد دغه خانقاه د بلخ له مرکز مزارشریفه ۲۰ کیلومتره لېرې موقعیت لري.

دغه خانقاه له اومو خښتو جوړه شوې، چې د دېوالونو سور یې ۱۱۰ سانتي مترو ته رسېږي او اوس یې ودانۍ ورانه، ویجاړه د کروندو په منځ کې لیدل کېږي.

تېر کال افغان حکومت له بشپړې ویجاړۍ د ودانۍ ژغورلو لپاره پرې اوسپنیز څادرونه غوړولي دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، farooq.ansari

د عکس تشریح، د ابو ریحان البیروني مزار

ښاغلی شیوای شرق زیاتوي د دې تر څنګ یې وزارت په پام کې لري چې په غزني کې هغه مزار ورغوي چې مشهور ستورپېژندونکي ابوریحان البیروني ته منسوب دی.

د نوموړي په وینا د ودانۍ بیا رغاونې لپاره هڅه کېږي، د بیهقي تاریخ له مخې هغه ټولې خاطرې چې ابوریحان یې د سلطان محمود په هکله لري، د اسلامي میناتوري له لارې حکاکي شي.

د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وايي، ازبکستان حکومت ژمنه کړې وه، چې د دې ودانۍ چارې به بشپړوي، خو په وینا یې له نیمايي وروسته یې چارې پرېښودې او افغان حکومت به یې اوس له سره پیلوي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، افغان چارواکو په بشپړه توګه له ورانېدو د ژغورنې لپاره پر خانقاه اوسپنیز څادرونه غوړولي.

د اسلامي میناتوري له لارې حکاکي شي. د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وايي، ازبکستان حکومت ژمنه کړې وه، چې د دې ودانۍ چارې به بشپړوي، خو په وینا یې له نیمايي وروسته یې چارې پرېښودې او افغان حکومت به یې اوس له سره پیلوي.