سوریه کې د اسراییل بمبارۍ ۴۰ سرتېري وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
په لندن کې د سوریې د بشري حقونو څارډله وايي، د سوریې ختیځ ته پر سلاکوټ د اسراییل بېګني هوايي برید کې د بشارالاسد د حکومت ۳۱ ملاتړي سرتېري او ۹ سوریايي سرتېري وژل شوي. په بهرنیو وژل شویو سرتېرو کې د ایران د سپاه پاسداران، د لبنان حزب الله او فاطمیون لېوا وسله وال شامل دي.
د ایران ملاتړې فاطمیون لېوا له افغان شیعه ګانو جوړه ده چې سوریه کې د حکومت په ملاتړ جنګېږي.
د بشري حقونو دا څارډله دې بریدونو کې د ۲۳ ولسي وګړو وژل هم تاییدوي او رپوټونه وايي چې مړي هم په ډېره سختۍ پېژندل شوي دي.
د سوریي رسمي خبري اژانس "سانا" هم په دیرالزور او د سوریې ختیځ کې د عراق پولې ته نږدې په ابو کمال سیمو بمبار تاییدوي، خو نور څه نه وايي.
ددغې ډلې لندن مېشتی مشر رامي عبدالرحمن وايي، دا د ۲۰۱۸ کال له جولای میاشتې راهیسې تر ټولو لوی خونړی برید دی او اسراییلي الوتکو اتلس ځلې پر خپلو نښو بریدونه کړي دي.
اسراییل پر ۲۰۱۱ کال سوریه کې د جګړې پیلېدو راهیسې په دغه هېواد کې په سلګونو ځلې بریدونه کړي، خو په ښکاره یې نه مني.

د عکس سرچینه، TASNIM
دې بریدونو کې تر ډېره د ایران "سپاه پاسدران" او ملاتړي وسلوال یې په نښه کېږي، خو ایران یې ځواب نه وايي.
ایران د سوریې کورنۍ جګړه کې د دغه هېواد د ولسمشر بشار اسد ملاتړ کوي، خو اسراییل سوریه کې ایراني ځواکونه د ځان لپاره ستراتیژیک ګواښ بولي.
د سوریې جګړه کې، چې د واکمن نظام پرضد پیل شو ده، سلګونه زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور بې ځایه شوي دي.




















