"د یوسف رشید د قتل په تړاو درې کسان نیول شوي"

یوسف رشید

د عکس سرچینه، FIFA

د عکس تشریح، د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، "د یوسف رشید وژل په موږ پورې اړه نه لري، موږ غیرنظامي خلک مدني فعالان نه په نښه کوو، نو بناءً دا قتل په موږ پورې اړه نه لري".
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، د فیفا د مشر یوسف رشید د قتل په تړاو درې تنه ونیول شول. نوموړی وايي، موضوع په جدي ډول تر انکشاف لاندې ده. نور کسان هم په دې قضیه کې لاس لري.

د افغانستان د ازادو او عادلانو ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید د (ډیسمبر ۲۳) د کابل اومې ناحیې اړوند په تڼي کوټ کې له کور دفتر ته د روانېدو پر مهال د وسلوالو برید کې تر ټپي کېدا وروسته مړ شو.

په دې برید کې د یوسف رشید موټروان هم ټپي شوی و او له څو ګړیو وروسته هغه هم روغتون کې مړ شو.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د شنبې په ورځ (مرغومي ۲۰/جنوري ۹) د سهار شپږ نیمو بجو غونډې رپوټ کې ویلي، "د یوسف رشید وژلو کې د دریو کسانو ښکېلتیا تثبیت شوې چې دوه یې نیول شوي دي".

که څه هم ښاغلي صالح ویلي، چې نور جزییات به د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت اداره وړاندې کړي، خو د کورنیو چارو وزارت یې په اړه نور څه نه دي ویلي.

امرالله صالح وايي، د یوسف رشید یوه قاتل هدف ته د رسېدو لپاره ځان د ښاغلي رشید له زوی سره ټولګیوال کړی و.

په داسې حال کې چې امرالله صالح ادعا کوي، دا " کوچنۍ ترهګره ډله لوګر ولایت کې د مسلمیار په نامه فعالیت لري او پر طالبانو پورې اړونده ده"، خو طالبانو د ښاغلي رشید په وژلو کې کې خپله ښکېلتیا رد کړې ده.

طالبانو ویلي د ښاغلي رشید د وژنې په تور نیول شوي کسان دوی سره تړاو نه لري.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

امرالله صالح وايي، هیله یې دا ده چې د یوسف رشید قاتلین د دوسیو تر بشپړېدو وروسته اعدام شي.

په ورته وخت کې د یوسف رشید کورنۍ وايي چې دوی د نوموړي د وژنې قضیه کې له پرمختګونو بې خبره دي او پولیسو هم هیڅ مالومات نه دي ورسره شریک کړي.

د ښاغلي رشید ورور عبدالباقي رشید په دې اړه بي بي سي ته وویل، حکومت باید دا پېښه په جدي توګه وڅېړي.

په وروستیو کې کابل کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي چې امنیتي چارواکي یې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.

خو طالبان وايي هدفي وژنو او د مقناطیسي ماینونو چاودنو کې دوی لاس نه لري.