د افغانستان د کانونو پخوانی وزیر په ۱۳ میاشتني بند محکوم شو

د خپرېدو وخت

د افغانستان سترې محکمې د کانونو پخوانی وزیر د خپلې دندې ناوړه کارولو په تور په ۱۳ میاشتې بند او یو نیم میلیون ډالرو په ور کړه محکوم کړ.

دې محکمې د صنعت او تجارت پخواني وزیر محمد امین فرهنګ ته هم خبرداری ورکړی چې تر ۲۰ ورځو د دوسیې د څار لپاره محکمې ته ورشي او که دا کار ونه کړي، نو په نه شتون کې به یې غیابي رایه صادره شي.

سترې محکمې ویلي، د صنعت او تجارت پخوانی وزیر د خپلې دندې پر مهال په "غدر او اختلاس" تورن دی، خو په دې هکله یې نور وضاحت نه دی کړی.

محمد امین فرهنګ له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۸ د اقتصاد او بیارغونې، صنعت او تجارت وزیر په توګه کار کړی دی.

هغه پر ۲۰۰۸ کال د تېل او ګاز بیې په زیاتېدو سره ولسي جرګې استیضاح او بې واکه کړ.

د فرهنګ دوسیه

د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قیوم بي بي سی ته وویل، لویه څارنوالي کې د وزیرانو پلټنې کمېټې د ښاغلي فرهنګ دوسیه تله میاشت کې د قضیې ارزولو لپاره د وزیرانو ځانګړې محکمې ته سپارلې او وروسته دې ادارې د ښاغلي فرهنګ د دوسیې څارلو لپاره بیا بیا نوموړی ور غوښتی، خو ښاغلی فرهنګ محکمې ته حاضر شوی نه دی.

نوموړي دا هم وویل چې سترې محکمې قانون ته په پام دا مسله د رسنیو له لارې هم خپره کړې، خو پام نه دی ورته شوی.

سترې محکمې د یکشنبې په ورځ هم خپل فیسبوک کې د خبرپاڼې خپرولو سره ویلي، که نوموړی تر شلو ورځو محکمې ته ور نه شي، دوی به "د جزايي قانون د ۲۰۹ مادې له مخې قانوني ګامونه پورته کړي. "

بي بي سي د ښاغلي فرهنګ په نظر اخیستو بریالۍ نه شوه.

د کانونو وزیر په ۱۳ میاشتني بند محکوم شو

د افغانستان سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د کانونو او تېلو پخوانی وزیر وحیدالله شهراني په ۱۳ میاشتې بند محکوم کړ.

ښاغلی شهراني له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۳ کال وزیر و.

محکمې نوموړی تورن کړ چې هرات کې یې د سیمټو کارخونې جوړولو او د دغه ولایت کرخ ولسوالۍ پهلوانان ډبرو سکرو کان په تړاو د ایران له یوه شرکت سره په تړون کې خپل واک ناوړه کارولی دی.

محکمه دا هم وايي، چې شهراني به ایراني شرکت ته یو نیم میلیون ډالر هغه ضمانتي پیسې هم ورکوي، چې د نه ورکولو له امله یې دا شرکت تاواني شوی دی.

ښاغلي شهراني د محکمې تورونه رد کړي او وايي، د محکمې پرېکړه منصفانه نه ده.