طالبان صالح ته: امونیم نایټرېټ موږ پخپله جوړوو، له پاکستانه مو نه دي اخیستي

امرالله صالح کابو هره ورځ پخپله فېسبوکپاڼه د امنیتي غونډې رپوټ خپروي

د عکس سرچینه، VPO1

د عکس تشریح، امرالله صالح کابو هره ورځ پخپله فېسبوکپاڼه د امنیتي غونډې رپوټ خپروي
د خپرېدو وخت

د وسله والو طالبانو ویاند بي بي سي ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح هغه څرګندونې رد کړې چې وايي، طالبان له پاکستانه د خونړیو ماینونو د کنټرول وسایل او چاودېدونکي امونیم نایټرېټ مواد ترلاسه کوي.

امرالله صالح پرټویټر د یکشنبې په ورځ د ورځنۍ امنیتي ناستې د غونډې د خبرو د لنډیز په ډول لیکلي وو، چې د افغانستان ملي امنیت له نیول شویو "ترهګرو" سلګونه "وژونکې وسیلې" نیولې دي.

ښاغلي صالح تېره ورځ کابل کې د یوه شنډ کړل شوي ماین د خبر خپرولو پرمهال ویلي وو، دا ډول [ریموټ] کنټرول وسیلې ډېر پېچلی جوړښت لري چې افغانستان کې نه موندل کېږي:

"دا وسیلې په سوداګریزو بازارونو کې نه موندل کېږي او پاکستان کې یې هم لومړی باید له دولته د پلور اجازه ترلاسه شي. په پام کې ده چې ملي امنیت دا ډول زرګونه ریموټ کنټرول وسیلې - چې هر کال د پاکستان له لوري طالبانو ته ډالۍ کېدې- خلکو ته وښيي".

نوموړي ددغو کنټرلوونکو الو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ظاهراً پاکستان د ښاغلي صالح څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

خو د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بی سي ته د ښاغلي صالح ددغو څرګندنو په اړه وویل، "دا خبره موږ ردوو چې کوم هېواد دې موږ سره داسې مرسته کړې وي، خو موږ په ۲۰ کلنه جګړه کې ډېر تکتیکونه زدکړي، ټیکنالوجي راسره ده، د انفجاري موادو ټول تولید مو خپل دی، دا ټول پخپل هېواد کې ترتیبېږي او ګټه ترې اخیستل کېږي".

ښاغلی مجاهد وايي، دوی د امونیم نایټرېټ او د کنټرول وسایل یې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې کارولي او پخپله یې جوړ کړي دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، AmrullahSaleh

په وروستیو میاشتو کې کابل کې چاودنې ډېرې شوې دي، خو مقناطیسي ماینونه او هدفي وژنې پام‌وړ ډېرې شوې دي.

په دې چاودنو او بریدونو کې تر ډېره قربانیان ولسي وګړي او د مدني ټولنې غړي دي.

طالبان وايي، د دوی هدف پوځي کسان دي، خو د ولسي وګړو او مدني فعالانو په وژلو کې لاس نه لري.