د اطلاعاتو او کلتور وزارت: د خبریالانو خوندیتوب موضوع باید د سولې خبرو اجنډا په سر کې راشي

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي روغې جوړې له عالي شورا او په ځانګړې توګه د افغان دولت له مرکچي پلاوي غوښتي چې له طالبانو سره د سولې دویم پړاو خبرو کې د خبریالانو د خوندیتوب موضوع د اجنډا په سر کې ونیسي.

دغه وزارت له ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې هم غوښتي چې د خبریالانو وژنې د مخنیوي لپاره له هرې ممکنې لارې لاس په کار شي.

په وروستیو څو اوونیو کې شپږ تنه افغان خبریالان په چاودنو او یا هم په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي، چې هیڅ ډلې یې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر طاهر زهیر وايي که طالبان د خبریانو د وژنې پړه پر غاړه اخلي او که نه، د خلکو عام نظر، نښې او شواهد دا څرګندوي، چې هغوی دغه حالت رامنځ ته کړی دی.

ښاغلی ظهیر وايي د دولت مرکچي پلاوي باید دغه موضوع له طالبانو سره مطرح کړي.

''په دې اړه یې هر څه چې په واک کې دي نه دې دریغوي، خپله وسه دې وکړي، چې فضا د خبریالانو لپاره خوندي شي. دا ممکنه نه ده چې خبریال په یوه لاس کې د خبریالۍ مایک په لاس کې ولري او په بل لاس کې یې د ځان د خوندیتوب لپاره وسله په لاس کې وي. ''

ټاکل شوې د افغان دولت مرکچي پلاوی د دوشنبې په ورځ قطر ته ولاړ شي او په پام کې ده چې له طالبانو سره د سولې دویم پړاو خبرې د سې شنبه پر ورځ پیل شي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور چار سمبالی وزیر دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما او له اروپايي ټولنې غوښتي چې له هرې ممکنې لارې پر طاالبانو او نورو مخالفو ډلو فشار راوړي چې په افغانستان کې د خبریالانو لپاره فضا لا نوره نا امنه نه کړي.

''له دغو دواړو نړیوالو بنسټونو غواړو چې مقابل لوری او پر هغو وېرونکو ډلو چې د دغو پېښو تر شا یې لاس دی، له هغو لارو فشار وارد کړي چې دوی پرې پوهېږي. چې فضا تر دې زیاته خبریالانو ته نا امنه نه شي ''

په تېرو څو اونیو کې څو تنه خبریالان او مدني فعالان په ډزو او یا هم د مقناطیسي بمونو په وسیلې وژل شوي دي. وروستۍ پېښه کې د غور غږ راډیو مسؤل بسم الله عادل د جمعې پر ورځ په فېروز کوه کې ووژل شو. تر اوسه هیڅ ډلې ددغو خبریالانو د وژنې پړه پر غاړه نه اخیستې.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي تېره اونۍ مشرانو جرګې ته په خبرو کې رسما طالبان تورن کړل چې د مخورو کسانو له هغې ډلې د خبریالانو په وژنې کې لاس لري.

خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وړاندې تر دې بي بي سي ته ویلي وو چې د ملکي وګړو په ځانګړې توګه د خبریالانو وژنه د دغې ډلې کار نه دی. هغه په حکومت کې دننه ځینې کړۍ په دې کار تورنې کړې وې.