پر کابل پوهنتون د برید یو طراح په اعدام محکوم شو

د خپرېدو وخت

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، پر کابل پوهنتون د برید یو پلانګر یا طراح په اعدام محکوم شو.

د دې وزارت ویاند طارق ارین ټوېټر کې ليکي، پر کابل پوهنتون د برید یو پلانګر عادل په علني محکمه کې په اعدام محکوم شو.

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان سترې محکمې خپل فیسبوک کې د دې برید د پلانګرو یا طراحانو د محاکمې بې غږه ژوندی بهیر خپراوه.

د لومړنۍ محکمې حکم کې راغلي: "عادل د ترهګریز برید د پلانولو او انسان تښتولو په جرم سخته سزا یانې اعدام محکوم شو. "

دویم تورن عبیدالله هم داعش کې د غړیتوب، مین اېښودل، باروتو یا چاودېدونکو توکو لېږدولو او انسان تښتولو په جرم په ۲۵ کاله تنفیذي بند محکوم شو.

دې برید کې دریم تورن عبدالکبار هم د ملي خیانت، داعش کې د غړیتوب او انسان تښتولو په جرم په ۱۲ کاله بند محکوم شو.

څلورم کس خدابخش هم داعش کې د غړیتوب او انسان تښتولو په تور په ۱۲ کاله تنفیذي بند محکو شو.

محکمې پنځم تورن په نغدي جرمانه محکوم کړی او شپږم کس هم د سندونو نه لرلو په دلیل بري شوی دی.

دې کسانو ته ویل شوي چې د استیناف غوښتلو حق یې شته.

استیناف محکمې د دې دوسیې وړل په اعدام د محکومو مجرمانو د قانوني بهیر نور پړاوونه دي.

د تایید حالت کې حکم د افغانستان سترې محکمې ته ځي او بلاخره د اعدام حکم د ولسمشر لاسلیک ته اړتیا لري.

تېر ۲۰ کلونه افغانستان کې ډېر کم اعدامونه پلي شوي دي.

یوه نیمه میاشت مخکې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل پوهنتون د برید د اصلي طراح د نیولو خبره وکړه.

د ښاغلي صالح په خبره، د دې برید پلانګر د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې تر دریم کال درس ویلی او وروسته یې د حقاني شبکې د یوه پخواني غړي په لاس جذب او بالاخره یې "دا جنایت وکړ. "

پر کابل پوهنتون د نومبر ۲د دریو کسانو برید کې ۲۲ کسان ووژل او ۴۰ ټپیان شول چې ډېری یې زدکوونکي وو.

د داعش یا اسلامي دولت "خراسان څانګې" د دې برید مسوولیت ومانه.

دغه برید ته په کور او بهر ډېر غبرګون وښودل شو.